غوښه

پکتيا کې ټولې غوښې له صحي کتنې پرته پلورل کيږي

خبریال: امید اشنا

په پکتيا کې څاروي له لازمې صحي پروسې پرته حلال او غوښې يې هم له روغتيايي کتنې پرته پلورل کيږي. 

خلک  د اړوندو ادارو لخوا د دې مهمې چارې په نه کنټرول نيوکه کوي او ډاکټران هم د ناروغيو يو عمده لامل د غير صحي غوښو خوړل يادوي. 

د ګردېز اوسېدونکي اسماعيل وويل چې قصابان د ښار په منځ کې د سړکونو په غاړه حلاله کوي او په کار کې د صفايي اصول په پام کې نه نيسي. 

نوموړی وايي: «په خوراکي شيانو کې بايد نظافت ته ډېر پام وشي؛ دلته د سړک په غاړه مالونه حلالوي، په ډک بازار کې وينې تويوي او بيا يې په خاورو او دوړو کې ځړولې وي او خرڅوي يې. د قصابانو دوکانونه بايد پوښلي او شيشه بند وي.»

د ګردېز يو بل اوسيدونکی عبدالله کيسه کوي چې يو کس خپل ناروغ څاروی قصاب ته په ارزانه بيه ورکړی او قصاب يې له حلالې وروسته غوښه پلورلې ده. 

هغه وويل: «د يو چا غوا مريضه وه، بس نو قصاب ته يې راوسته، ارزانه يې ورکړه او قصاب بيا حلاله او غوښه يې خرڅه کړه. نو دا خو ښکاره خبره ده چې ټول مرض ده، دا بايد د صحت عامې رياست کنټرول کړي.»

قصابان بيا وايي چې په خپل کار کې تر وسه نظافت او د غوښې صحي ساتنې ته پام کوي، خو د اوبو او برېښنا نه شتون له ستونزو سره مخ کړي دي. 

د قصابانو په استازيتوب اسلام الدين وويل چې خپل دوکانونه يې کاشي او شيشه بند جوړ کړي و، خو د برېښنا او برق شتون پرته غوښه نشي ساتل کېدلی. 

دی وايي: «يو لوی مجهز مسلخ بايد وي، چې هم د ټولو قصابانو مالونه پکې وساتل شي او مصون وي او هم د مزدور لپاره د بود و باش ځای ولري؛ نظافت اسلامي امر دی او موږ يې تر وسه مراعت کوو؛ موږ ته دې امکانات برابر شي، موږ هم غواړو چې په معيار برابر کار وکړو.»

ګردېز ښاروال عصمت الله خالد مني چې د قصابانو لپاره د ګردېز په چشمه ماران سيمه کې جوړ شوی مسلخ کوچنی دی او د دې ظرفيت نلري چې قصابان په يو وخت پکې خپله چاره تر سره کړی شي. 

خالد وايي چې د جوړ کړي پلان له مخې به قصابانو ته بل مناسب ځای جوړ او د ښار له منځه به يې بل ځای ولېږدوي او د برېښنا او نورې ستونزې به هم حل شي. 

نوموړي اطلاعات روز وويل: «د نوي پلان له مخې به قصابان د ښار له منځه ټول او بېلابېلو ځايونو ته انتقال کړو، د واراداتي برېښنا په راتلو د برق ستونزه هم حل شوه او دوی ته به اسانتياوې برابرې کړو؛ همدارنګه د حلالې لپاره يو بل منظم ځای جوړوو.»

د پکتيا د کرنې رييس محمدالدين مومند وايي چې له حلالې مخکې د څارويو صحي معاينه يې مسوليت دی او د قصابانو لپاره د کار ګډ ځای د دوی د څارنې چاره اسانه کوي. 

مومند وويل: «که مسلخ او د حلالې مشخص ځای وي، دا زموږ د نظارت کار لا اسانه کوي؛ که د ښاروالي رياست لخوا هر ځای وټاکل شي، زموږ وترنر ډاکټر به په خپل وخت هلته موجود وي او د مالونو له صحي تاييد وروسته به د حلالې اجازه ورکوي.»

د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي چې له يادو ادارو سره به په ګډه د غوښو صحي کتنه او کنټرول وکړي او قصابانو ته به د لازمو شرايطو په چمتو کولو کې خپل مسوليت تر سره کړي. 

احمدزي وويل که په کومه غوښه کې ستونزه زياته وه د تشخيص لپاره به يې پلازمېنې ته وليږي؛ ځکه په خبره يې په پکتيا کې يې د کتنې او تشخيص امکانات نلري. 

ده زياته کړه :«د درې کسيزې ګډې کمېټې له لارې مشترک کار کوو او د مجهز مسلخ په جوړېدو دا ستونزه حليږي. د څارويو د حفاظت او نظافت په اړه به څارنه کوي او ساحه به هم ګوري. که په دې برخه کې بله کومه لويه ستونزه وه، بيا به يې نمونې اخيستل کيږي او مرکز ته به لېږل کيږي.»

که څه هم له ګاونډي پاکستان څخه د زړو او زيات عمر لرونکو حيواناتو راوړل او د غوښو د پلور لپاره يې د حلالولو چاره اوس کمه شوې، خو په بشپړ ډول بنده شوې نده.