د کندهار سپين بولدک کې د طالبانو ابتدايه محکمې اته تنه د قصاص، بند، او دُرو وهلو په سزا محکوم کړل

اطلاعات روز: د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدايه محکمې یوه ښځه او ۷ نارینه د بېلابېلو جرمونو په تور د قصاص، بند او دُرو وهلو په سزا محکوم کړي دي.

په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدايه محکمې مسوولين وايي، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۲۰ د وږي) یې د «ادریس» په نوم یوه کس ته چې په قتل تورن و، د مرګ سزا اورولې ده.

دوی د دغه کس، مقتول او د قضیې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

دوی همدا راز زیاتوي، څلور تنه چې د غلا په تور نیول شوي وو، هر یوه ته د یوه کال بند او ۳۰-۳۰ دُرو وهلو سزا اورول شوې ده.

دوی دا نه دي ويلي، چې په یادو څلور تنو د دُرو وهلو حکم جاري شوی او که نه؟

يو بل کس او یوه میرمن چې د کوره د تیښتې په تور نیول شوي وو، د يو کال بند په سزا محکوم شوي دي.

په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدايه محکمې مسوولينو زیاته کړې، یو بل کس چې د دغې ولسوالۍ په پوله کې د خلکو او مسافرو سره د بد چلند په تور نیول شوي و، په لس میاشتې بند محکوم شوی دی.

طالبانو تردې وړاندې هم په کندهار او نورو ولايتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور یو شمیر کسانو ته «تعزیري» او د قصاص سزاوې ورکړي دي.