انځور: استول شوی

ننګرهار کې نږدې ۵۰۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوي زده کړو فارغ شول

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې ۴۸۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوي زده کړو فارغ او کاري وسایل پرې ووېشل شول.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو طالب رییس مولوي فریدالله حقاني وايي، دغه ځوانان نن (سې شنبه، ۲۱ د وږي) د خیاطۍ، مبایل جوړونې، غالۍ اوبدلو، مستریتوب، چرګانو روزلو او د برېښنا په برخه کې له شپږ میاشتنیو زده کړو فارغ شول.

حقاني زیاتوي، ځوانانو ته د دغو حرفوي زده کړو او کوچنیو کاروبارونو مالي ملاتړ د (ډي ایچ ایچ آر ډي) موسېسې له لوري شوی و او موخه یې هم د ځوانانو اقتصادي ځان بسیاینه ده.

فارغ شویو ځوانانو د یادې مرستندویې موسېسې له ملاتړ د قدردانۍ ترڅنګ له نورو اړوندو مرستندویه موسېسو د ورته پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه کړې.

تر دې وړاندې هم د (H H R D) موسېسې په مالي ملاتړ سلګونه ځوانان له بېلابېلو حرفوي زده کړو فارع او کاري وسایل پرې وېشل شوي دي.