اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ويلي، چې په افغانستان کې د داعش حضور او فعاليت د امريکا تر ټولو لويه اندېښنه ده.
د امريکا غږ رسنۍ د راپور له مخې، وېسټ پرون (سېشنبه، ۲۱ د وږي) په واشنګټن کې د سټمسن په څېړنيز مرکز کې د خبرو پر مهال ويلي، چې د داعش پر خراسان څانګې د طالبانو بريدونه اغېزناک وو او د داعش وړتيا په پام وړ کچه کمه شوې ده.
دې امريکايي ډيپلوماټ زياته کړې، چې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې څه کم اته مشران وژل شوي دي.
وېسټ ویلي، چې امريکا د داعش خراسان څانګې د فعاليت په اړه جدي اندېښنه لري ځکه دا ډله له افغانستانه دباندې د بريدونو هوډ لري.
ده همدا راز زیاته کړې، چې امريکا ته له افغانستان او پاکستان څخه د القاعدې ګواښ په تر ټولو ټيټه کچه کې دی.
د امریکا دې ځانګړي استازي په عين حال کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د سيمې تر ټولو لوی تهديد ياد کړی دی.
دا په داسې حال کې چې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بريدونه زيات شوي دي.
د پاکستان د جګړې او امنيت د مطالعاتو انسټيټيوټ په تازه توګه ويلي، چې په دې هيواد کې د اګست مياشتې پر مهال تروريستي بريدونه د تېرې مياشتې په پرتله ۸۳ سلنه زيات شوي دي.
د دې بنسټ په راپور کې راغلي چې د دې مياشتې پر مهال د افغانستان پر پوله پراته د پاکستان بلوچستان او خيبر پښتونخوا ايالتونو کې د تاوتريخوالي زياتې پېښې شوې دي.
له دې سره-سره پاکستاني چارواکي وايي، چې پاکستاني طالبان خپل بريدونه د افغانستان له خاورې پلانوي.