اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې ورښتونو او راوتلو سیلابونو ځايي خلکو ته ګڼ درانه مالي زیانونه رسولي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، دغه سیلابونه تېره شپه (یکشنبه، ۲۶ د وږي) د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو په ګڼ شمېر سیمو کې راوتلي دي.
قریشي بدلون زیاتوي، چې د راوتلیو سیلابونو له امله څه باندې ۳۰ استوګنیز کورونه وېجاړ شوي، ګڼې کورنۍ بې ځایه شوي او د شاتو مچیو د روزنې یو ستر فارم هم په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
بل لور یو شمېر ځايي اوسېدونکو بیا وایي، چې د یادو سیلابونو لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه ولاړ فصلونه هم له منځه وړي دي.
زیانمن شوي خلک د طالبانو له حکومت او اړوندو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې له دوی سره دې بیړنۍ مرستې وکړي.