اطلاعات روز: د کندهار ښار د ښورندام صنعتي پارک کې د میوو لپاره د جالۍ «سبدو» جوړولو په يوې کارخونه کې د اورلګېدنې له کبله سوداګرو ته دوه لکه او ۵۰ زره امريکايي ډالر زیان اوښتی دی.
د دغې فابريکې مسوول حاجي عبيدالله وایي، ياده اور لګېدنه نن (چهارشنبه، ۲۹ د وږي) سهار وختي ۰۴:۰۰ بجې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، د دغې اورلګېدنې پرمهال د جالۍ دارو سبدونو جوړولو ټول ماشينونه، خام او جوړ شوي توليدات سوځېدلي او نور چاته ځاني زيان نه دی رسېدلی.
هغه وایي، د کندهار په صنعتي پارک کې د اور د مهارولو لپاره کافي امکاناتو ته لاسرسی نه لري او نه هم دغلته کوم د اطفايې سټېشن شتون لري چې د اور لګیدنې پرمهال اور کنټرول او زیان مخنیوی وکړي.
ورته مهال کندهار کې د طالبانو د اطفايې مديريت مسوولین وايي، چې یادې اورلګېدنې ته یې پر وخت رسېدنه کړې او په صنعتي پارک کې يې نورو فابريکو ته د اور د غځیدو مخنیوی کړی دی.
د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم د کندهار په صنعتي پارک کې اور لګېدنې رامنځته شوي چې پرمهال يې کندهار کې مېشتو پانګوالو ته ميليونونه افغانۍ مالي زیانونه رسیدلي دي.
