اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنيو چارو موقت وزير جليل عباس جيلاني وايي، چې هيواد يې د افغانستان له خاورې څخه په ګټنې پر پاکستان د داعش خراسان ډلې او ټي ټي پي جنګياليو د بريد په اړه اندېښنه لري.
د «اڼترنيشنل نيوز» د راپور له مخې، ښاغلي جيلاني دا څرګندونې پرون (چهارشنبه، ۲۹ د وږي) په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د «اسيايي ټولنې» په کوربتوب د پاکستان د بهرني سياست په تړاو د يوې غونډې پر مهال کړې دي.
نوموړي زياته کړې چې اوس مهال يې د هيواد تر ټولو لويه اندېښنه د داعش او تحريک طالبان پاکستان تروريستي ډلو فعاليت دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو موقت وزير ويلي: «کومې تروريستي ډلې چې په افغانستان کې د ځان ځایولو هڅه کوي، بايد د ګاونډيانو او ټولې نړيوالې ټولنې لپاره ګواښ وګڼل شي.»
ښاغلي جيلاني ويلي، چې دوی له طالب چارواکو سره د دې اندېښنو په اړه نږدې تعامل لري.
ده ويلي چې پاکستان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د کار او زده کړې د حق په اړه د نړيوالې ټولنې په اندېښنو کې ځان شريک بولي.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو موقت وزير ټينګار کړی چې د افغانستان د بشري کړکېچ د حل لپاره بايد د مرستو او ملاحظاتو تر منځ توپير وشي.
پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم بيا-بيا ادعا کړې چې «تروريستان» په ځانګړې توګه د ټي ټي پي جنګيالي د افغانستان خاوره د دې هيواد پر ضد کاروي.
خو طالبان وايي، چې هيڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.