Photo: MAUREEN DRENNAN

د اسلام اباد ستره محکمه: کوم کسان چې په درېيمو هيوادونو کې د پناه اخيستنې لټه کې دي، بايد زنداني نه شي

اطلاعات روز: د اسلام اباد سترې محکمې د پاکستان دولت ته امر کړی چې هغه کسان بايد زنداني نه کړي چې په درېيمو هيوادونو کې د پناه اخيستنې په لټه دي او په خپله خوښه غواړي د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کميشنرۍ سره ځان ثبت کړي.

ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې، نن (پنج شنبه، ۳۰ د وږي) راپور ورکړی چې دې محکمې د پاکستان له دولت څخه غوښتي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د کنوانسيون له ۳۱مې مادې سره سم په دې اړه ميکانيزم جوړ کړي.

د پاکستان سترې محکمې ويلي، چې پناه غوښتونکي بايد د دې میکانیزم له لارې وکولای شي چې پاکستان ته تر راتلو وروسته په خپله خوښه راپور ورکړي چې په درېيمو هيوادونو کې د پناه غوښتنې لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عالي کميشنرۍ سره د ځان ثبتونې په لټه کې دي.

د اسلام اباد د سترې محکمې پر پاڼه په ۲۱ حکم کې همدا راز راغلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کميشنرۍ له لوري د يوه پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې د وضعيت تر تاييد وروسته بايد هغه د يوه زنداني په څېر تر محکمې لاندې په زندان کې ونه ساتل شي.

دې محکمې د پاکستان له دولت څخه غوښتي چې په خپلواکه توګه او يا هم د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو له عالي کميشنرۍ سره په همغږۍ دې د پناه غوښتونکو د مېشتيدنې لپاره اقدامات وکړي او پناه غوښتونکي بايد تر هغو پورې زنداني نه شي چې د پناه غوښتنې وضعيت يې معلومېږي او يا هم د پناه غوښتنې په اړه يې تصميم نيول کېږي.

د اسلام اباد سترې محکمې همدا راز د دې هيواد له حکومت څخه غوښتي چې عملياتي پروسې دې برابرې کړي تر څو يې په وسيله د دې هيواد پوليس وکولای شي هغه پناه غوښتونکي له زندانه ازاد کړي چې د پناه غوښتنې غوښتنليکونه يې د ارزونې په حال کې دي او يا هم تاييد شوي دي.

دې محکمې ويلي چې داسې ميکانيزم د دې تضمين کوي چې بې ګناه پناه غوښتونکي تورن نه شي او تورن پناه غوښتونکي په همدې توګه بري کېدلای هم شي.

دا حکم په داسې حال کې صادرېږي چې د وروستيو ورځو پر مهال په پاکستان کې د افغان پناه غوښتونکو د پراخې نيونې په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

په تازه توګه څلور ورځې وړاندې رسنيو راپور ورکړ چې د پاکستان پوليسو په اسلام اباد کې د ميوې له یوه مارکېټ څخه ۲۰۰ افغانان نيولي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان موقت  لومړي وزير انورالحق کاکړ هم ويلي و، چې هيواد يې د غير قانوني افغان کډوالو د بېړني ايستلو پلان لري.