اطلاعات روز: ننګرهار او لغمان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې د دوو جلا پیښو له امله یو سپین ږیری او یو ماشوم مړه شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، چې نن (شنبه، ۱ د تلې) د دې ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د «څلورم فارم» سیمې اړوند د ننګرهار کانال اوبو کې د یو سپین ږیري جسد موندل شوی دی.
زابلی زیاتوي، د موندل شوي جسد هویت څرګند نه دی او د کورنۍ د موندلو په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوی دی.
د دې سپین ږیري د مړینې لامل نه دی څرګند شوی.
بلخوا لغمان کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې یوې لارۍ موټر یو ماشوم وهلی او ځای پرځای یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي، دغه ترافیکي پېښه تېره ورځ (جمعه، ۳۱ د وږي) مازدیګر ۰۵:۰۰ بجې د مهترلام ښار د لومړۍ امنیتې حوزې په «بابا صاحب» سیمه کې را منځته شوې.
یوسفزی زیاتوي، یاده پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او موټر چلوونکی د څېړنو په موخه طالبانو د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
په دې وروستیو کې د خرابو سړکونو او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله د هیواد والو د مرګ ژوبلې کچه ډیره شوې ده.
د اطلاعات روز له لوري ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې د روان لمریز کال د وږي میاشت کې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د ۳۴ ترافیکي پېښو له امله ۵۹ تنه مړه او ۹۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
خلک غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې د ترافیکي پېښو د کمښت لپاره یو منظم مېکانېزم او قوانین جوړ او پر موټر چلوونکو دې تطبیق کړي.