د پاکستان لنډمهالی لومړی وزير د داعش او ټي ټي پي د بريدونو مخنيوي کې له طالبانو د همکارۍ غوښتونکی شو

اطلاعات روز: د پاکستان لنډمهالي لومړي وزير انورالحق کاکړ پر پاکستان د داعش او تحريک طالبان پاکستان د بريدونو مخنيوي کې د افغانستان له طالبانو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کاکړ پرون (جمعه، ۳۱ د وږي) د ملګرو ملتونو په اته اويايمه غونډه کې ويلي، چې د افغانستان له خاورې او د پولې له هغه لوري پر پاکستان د ټي ټي پي او نورو ټولو ډلو بريدونه غندي.

نوموړي زياته کړې، چې د پاکستان لومړيتوب د افغانستان دننه او له داخل څخه د تروريزم مخه نيول او ورسره مقابله کول دي.

د پاکستان لومړي وزير ټينګار کړی چې هيواد به يې د پولې له هغې غاړې د بريدونو د پای ته رسولو لپاره لازم اقدامات وکړي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم بيا – بيا ادعا کړې چې تحريک طالبان پاکستان د دې هيواد پر خلاف د افغانستان له خاورې څخه استفاده کوي او د افغانستان له داخل څخه خپل بريدونه طرحه کوي.

خو طالبان د پاکستاني چارواکو ادعا ردوي او وايي، چې هيڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هيواد پر ضد ګټه ګټه پورته کړي.

تازه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني ته ويلي، چې دوه اسلامي او ګاونډي هيوادونه بايد د يو-بل په تړاو له څرګندونو ډډه وکړي تر څو واټن زيات نه شي.