د زرګونو امنيتي کمرو لګول؛ رويټرز: طالبانو هغې طرحې ته لاسرسی موندلی چې امريکا پخواني افغان حکومت ته وړانديز کړې وه

اطلاعات روز: رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی چې طالبانو د افغانستان په ښارونو کې د زرګونو کمرو لګولو لپاره د امريکا هغې طرحې ته لاسرسی موندلی چې پخواني افغان حکومت ته يې چمتو کړې وه.

د هغه راپور له مخې چې رويټرز نن (دوشنبه، ۳ د تلې) خپور کړی، د طالبانو وزارت وياند عبدالمتين قانع ويلي چې په کابل او نورو ولايتونو کې د زرګونو کمرو لګول د دې ډلې نوې امنيتي ستراتېژي ده چې بشپړ پلي کېدل يې څلور کاله وخت اخلي.

د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي چې دوی اوس مهال د کابل پر امنيتي نقشه کار کوي چې زيات وخت نيسي.

ده زياته کړې چې له دوی سره اوس مهال دوې امنيتي نقشې دي چې د پخواني دولت لپاره متحده ايالاتو برابره کړې وه او يوه بله ترکيې تياره کړې.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند نه دې ويلي چې د ترکيې دولت د افغانستان لپاره څه وخت امنيتي نقشه چمتو کړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند رويټرز ته ويلي چې دوی له طالبانو سره همکاري نه کوي او دې ډلې ته يې ويلي دي چې د تروريستانو د پناهځای په توګه د افغانستان د بدليدو مسووليت يې خپل دی.

رويټرز په خپل راپور کې ويلي چې د ترکيې دولت يوه وياند د افغانستان لپاره د امنيتي نقشې د چمتو کولو په اړه د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ويلی.

رويټرز همدا راز په خپل راپور کې زياته کړې چې طالبانو د خپلې امنيتي طرحې د عملي کولو لپاره د چين له هواوي شرکت سره مشوره کړې.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت د تيري لمريزې مياشتې په لومړيو کې اعلان وکړ چې په کابل کې يې ۶۲ زره امنيتي کمرې لګولې دي او هڅه کوي چې د هيواد په نورو ښارونو کې هم کمرې ولګوي.

د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د بښنې د نړيوال سازمان څېړونکي او مشاور مت محمودي د طالبانو د کورنيو چارو وزارت دې پريکړي ته په غبرګون کې ويلي چې «د ملي امنيت تر نوم لاندي د جمعي څار د داسې دستګاه جوړول طالبانو ته دا فرصت برابروي چې خپلو ظالمانه سياستونو ته چې د خلګو په ځانګړې توګه په عمومي فضا کې د افغانستان د ښځو حقونه نقضوي، دوام ورکړي.»

په کابل ښار کې د ۶۲ زره امنيتي کمرو لګولو د جمعې کنټرول د سيسټم او څار او د طالبانو له لوري د زياتې ځپنې په اړه انديښنې راپورته کړې دي.

خو طالبانو دې انديښنې ته په ځواب کې ويلي چې د امنيت د تأمينولو لپاره د امنيتي کمرو لګول ضروري دي.