ننګرهار کې اور لګېدنې مېلیونونه افغانۍ زیان اړولی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د نجارۍ په دوو سرایونو کې د اور لګېدنې له امله کاروباریانو ته مېلیونونه افغانۍ مالي زیان رسیدلی دی.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، دغه اور لګېدنه نن (پنج شنبه، ۶ د تلې) سهار شاوخوا ۰۵:۰۰ بجې د جلال آباد ښار په چپرهار هډې سیمه کې را منځته شوې. 

زابلي زیاتوي، یاده اور لګیدنه د نجارۍ په دوو سرایونو کې رامنځته شوې چې له امله یې د دوه مېلیونه افغانیو په ارزښت د نجارۍ کارخونې، هټۍ او شته توکي سوځېدلي او د ۱۲ مېلیونه افغانیو په ارزښت نور توکي د اور وژنې ټیم ژغورلي دي.

هغه وویل، چې د یادې اورلګېدنې لامل لا نه دی څرګند شوی.

د نجارۍ د کارخونو مالکان او سوداګر وایي، له سختې اقتصادي ضربې سره مخ شوي او له مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې له دوی سره دې مالي مرستې وکړي.

تر دې شاوخوا درې میاشتې وړاندې هم د جلال آباد ښار د نجارۍ په یوه بل مارکېټ کې اور لګېدلی و، چې نجارانو او د کارخونو مسوولینو ته یې درانه مالي زیانونه رسولي وو.