اطلاعات روز: کونړ کې ځايي خلک وایي، چې د دغه ولایت په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو له امله دوې ښځې او دوه نارینه مړه شوي دي.
کونړ کې یوه ځایي اوسېدونکي سیال وویل، چې دغه پېښه نن (سې شنبه، ۱۱ د تلې) غرمه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د ماڼوګۍ ولسوالۍ په «عمربۍ» غونډۍ کلي کې را منځته شوې.
نوموړي زیاته کړه، د یادې پېښې له امله په مړو شویو کې دوه مېرمنې او دوه نارینه شامل دي.
د هغه په خبره، چې مړه شوي کسان ډاکټران دي، خو په تړاو یې نور څه ونه ویل.
تر اوسه د یادې ترافیکي پېښې په تړاو کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکو څه نه دي ویلي.
کونړ د هېواد یو له غره ییزو ولایتونو دی، چې ګڼو ولسوالیو ته غځېدلي سړکونه یې کوچني او خراب دي، چې له امله یې ډېر کله مرګونې ترافیکي پېښې را منځته کېږي.