طالبانو په باميان کې د «کوسه بند» بازار او درې ښوونځي کوچيانو ته وسپارل

اطلاعات روز: په باميانو کې سرچينې وايي، چې طالبانو د دې ولايت د ورس ولسوالۍ د «کوسه بند» بازار او په دې سیمه کې د دریو ښوونځيو ودانۍ کوچيانو ته سپارلې دي.

کوچيانو د «کوسه بند» بازار پر ځينو برخو چې د «سراب» او «سفيدناهور» کليو اړوند ګڼل کېږي، د ملکيت دعوه درلوده او د کوچيانو او کليوالو ترمنځ د طالبانو د شخړو د حل کميسيون هم د هغوی په ګټه فيصله کړې ده.

د سرچينو په وينا، په باميانو کې د کوچيانو او کليوالو ترمنځ د طالبانو د شخړو د حل کميسيون د پرېکړي له مخې بايد د «کوسه بند» بازار دوکانونه تخليه شي.

دې سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دې پرېکړې د تطبيق لپاره په باميانو کې د طالبانو د والي په امر يو پلاوی د «کوسه بند» سيمې ته تللی او دې پلاوي د دې سيمې بازار او دې پلاوي په دې سيمه کې ۱۹۰ دوکانونه، ۳۰ غرفې او دوه هوټلونه کوچيانو ته سپارلي دي. تر دې وړاندې يوې بلې سرچينې د دوکانو شمېر ۱۰۹ ياد کړي وو.

د سرچينو په وينا، د کوچيانو تر دعوې لاندې ساحه کې درې ښوونځي هم شته او دا ښوونځي هم کوچيانو ته سپارل شوي دي.

يوه سرچينه وايي، چې کوچيان د خپلې ادعا د ثبوت لپاره عرفي قبالې لري، خو د سيمې خلک دا سند نه مني او د هغه په اړه «خبرې لري». د سرچينې په وينا، طالبان د کوسه بند د اوسېدونکو خبرو ته پام نه کوي.

د سرچينې په وينا، د باميانو په ورس ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال د کوسه بند اوسېدونکي ګواښلي هم دي.

د څو نورو سرچينو په وينا، د کوسه بند بازار تر ۵۰ کلونو زياته مخینه لري او په وروستيو کلونو کې يوه ښاري سيمه ګڼل شوې ده.

د سرچينو په وينا، د «سفيد ناهور» او «ميان ده‌يک» اوسېدونکو هم د خپلو ملکيتونو د اثبات لپاره له معتبرو ټاپو او ثبت شمارو سره اسناد درلودل؛ خو د کوچيانو او کلیوالو ترمنځ د طالبانو د شخړو د حل په کميسيون کې نه دي منل شوي.

سرچينې د دې کميسيون پرېکړه «يو اړخيز او ناعادلانه» بولي او وايي، چې طالبانو د سيمې د خلکو په نشتون کې د هغوی په اړه پرېکړه کړې ده.

ځايي سرچينې وايي، چې وسله والو کوچيانو په وروستيو ورځو کې د کليوالو او کوچيانو ترمنځ د شخړو د حل کميسيون د پرېکړې له مخې د «پیتاب سراب» ښوونځي د زرغونې ساحې ونې هم پرې کړې دي.

د سرچينو په وينا، ځايي اوسېدونکو هڅه وکړه چې د ونو د پرې کېدو مخه ونيسي، خو وسله والو کوچيانو ګواښلي او خبرداری يې ورکړی چې «د هزاره ګانو تاريخ پای ته رسېدلی دی.»

کومې ويډيوګانې چې اطلاعات روز ورځپاڼې ته لېږل شوي، پکې ليدل کېږي چې په دې سيمه کې غټې سپيدار ونې پرې شوي او پر ځمکه پرتې دي.

دا د باميانو په ګډون په ګڼو ولايتونو کې د هزاره ګانو پر ځمکو د کوچيانو له لسګونو دعوو څخه يوه ده. ويل کېږي چې طالبان په دې دعوو کې د کوچيانو ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې باوري سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي و، چې «د کلیوالو او کوچيانو ترمنځ د طالبانو د شخړو د حل کميسيون» شپږ هزاره غړو تر هغه وروسته دا کميسيون پرېښود چې کوچيانو ته د هزاره ګانو د ځمکو د ورکړې له څو پرېکړو سره يې مخالفت وکړ او په مرګ وګواښل شول.

سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي، چې د پنجاب ولسوالۍ د «تربلاق زردبروت» ځمکو د مصادرې لپاره د دې کميسيون يو اړخيزه پرېکړه، د پنجاب ولسوالۍ د «درازقل» سيمې د ځمکو په اړه د کوچيانو «له سند پرته ادعا»، د يکه‌ولنګ د «آب توګک» کلي د ځمکو د مصادرې او د کوچيانو په ګټه د يو اړخيزې فيصلې، په پنجاب ولسوالۍ کې د «دهن منډۍ مورو طرپس» ځمکو مصادره، په ورس ولسوالۍ کې د کوچيانو په ګټه د «کوسه بند» د بازار د ځمکو مصادره او يو اړخيزه پرېکړه، د ورس په «سرخ جوی» سيمه کې د پراخو ځمکو، د پنجاب ولسوالۍ په مرکز کې د «نانوايي» ځمکو، د «سرمور» ځمکې او د تګاب د «قلعه بدک» او «قلعه صمد» سيمو د ځمکو په تړاو هغه پرېکړې دي چې د کميسيون د ۱۴ غړو له لوري تاييد شوې دي، خو د شپږو هزاره غړو له لوري رد شوې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه