ماشوم

ننګرهار کې امنیتي ځواکونو د انسان تښتوونکو له منګولو یو ماشوم ژغورلی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې یو ۱۳ کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل نن (سه شنبه، ۲۱ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه ماشوم چې تېره ورځ د جلال اباد ښار اتمې ناحيې له تعمیراتو سیمې تښتول شوی و، د ملي امنیت ځواکونو له لوري د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

والي وايي چې په دې تړاو يو تن تښتوونکی له یوې کرولا او یو میل تفنګچې سره یو ځای نیول شوی دی. امرخیل زیاتوي: «تېره ورځ ناوخته انسان تښتوونکو یو ماشوم چې له جلال اباد ښار یې تښتولی و امنیتي ځواکونه وتوانیدل چې دغه ماشوم له دوی وژغوري او خپلې کورنۍ ته مو وسپاره.»

خو خلک بیا پر ولایتي او نورو قضایي ادارو نیوکه کوي چې ډیر کله دا ډول مجرمین نیول کیږي خو علني نه محاکمه کیږي چې له امله یې په ټولنه کې د جرمونو کچه لوړه شوې ده.