انځور: لغمان کې د طالبانو امنیې قومندانۍ

لغمان کې په دریو جلا ترافیکي پېښو کې یو ماشوم مړ او لس تنه نور ژوبل شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځايي امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د کابل – جلال آباد پر لویه لار په دریو جلا ترافیکي پېښو کې یو ماشوم مړ او ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي، چې نن (شنبه، ۱۵ د تلې) د قرغیو ولسوالۍ اړوند «عزیز خان کڅ» سیمه کې د کابل – جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې د یوې رېکشا او کرولا موټر د ټکر له امله پنځه تنه ژوبل شوي، چې یوه میرمن هم په کې شامله ده.

نوموړی زیاتوي چې بله پیښه بیا د تېرې پنج‌شنبې په ورځ د کابل – جلال آباد پر لویه لار د سرخکانو پارک ته څېرمه د یوه فېلډر موټر د چپه کېدو له امله شوې، چې په کې پنځه تنه ژوبل شوي دي.

یوسفزی همدا راز وایي، چې دریمه ترافیکي پېښه هم د تېرې پنج‌شنې په ورځ د قرغیو ولسوالۍ اړوند «کاکڅ» سیمه کې رامنځته شوې، چې یوه موټر پر لاره یو ماشوم وهلی او مړ شوی دی.

هغه د دغو دریواړو ترافیکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې، خو د ژوبلو کسانو د روغتیا په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

کابل – جلال اباد د هېواد په کچه یو له سختو او له ترافیکي ګڼې ګوڼې ډکه لار ده، چې وخت ناوخت په کې ګڼې مرګونې ترافیکي پېښې را منځته کېږي.