جليل رونق او امير بهنام
د ۱۴۰۱ د پسرلي په لومړيو ورځو کې د کابل پوهنتون د موسيقۍ د څانګې زدکړيالان بيرته راغلي وو، تر څو خپل نوي درسونه را پېل کړي. هغه وخت د موسيقۍ څانګې پنځوس زدکړيالان درلودل. په هغه ورځ ټول نه وو راغلي؛ خو څوک چې راغلي وو د موسيقي ډيپارټمنټ له تړل شويو دروازو سره مخ شول. د موسيقۍ څانګې زدکړيالانو هغه وخت اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې نه پوهېږي له داسې وضعيت سره څه وکړي. زدکړيالان نه يوازې دا چې له تړل شويو دروازو سره مخ شول، بلکې متوجې شول چې ډېری استادانو يې هم هيواد پرېيښی دی. هغه وخت د موسيقۍ اتو تنو استادانو او د دې څانګې يوه تخنيکي کارمند افغانستان پرېيښی وو او د موسيقۍ د برخې يوازې يو استاد پاتې و. پاتې زدکړيالانو ته وويل شول چې دوی د سينما او ادبياتو څانګې ته له تللو پرته بله چاره نه لري. طالبانو حتا د دې څانګې نوم په «تصنيف او ترانه» بدل کړ، وروسته يې مجسمې ماتې کړې، د نقاشۍ د څانګې زدکړيالانو ته يې اخطار ورکړ چې يوازې د طبيعت نقاشي روا ده. دوی همدا راز د مجسمه جوړونې د څانګې نوم په تزييني هنرونو بدل کړ او د «ژونديو موجوداتو» جوړول او ترسيم يې ممنوع اعلان کړل؛ حتا د مرغانو د مښوکې جوړول يې هم ممنوع کړل. دا د هغو لويو بدلونونو يوه وړه بېلګه ده چې طالبانو د افغانستان په زدکړييز نظام او تعليمي نصاب کې راوستل.

افغانستان د زدکړييز نصاب له بدلون او تحصيلي سياستونو سره نابلد نه دی. په تېره يوه پېړۍ کې بېلابېلو حکومتي نظامونو کله د پخوانيو مضامينو تر څنګ نوي مضامين په زدکړييز نصاب کې ځای کړي دي، کله يې هم پخواني مضامين حذف کړي دي او کله يې هم په بلابېلو ټولګيو کې د دې مضامينو درجه بندي او ویش ته بدلون ورکړی او کله يې هم د پوهنتون ځينې څانګې حذف کړې دي او يا يې هم نقش ورته تغيير کړی دی. د زدکړييزې برخې کارپوهان په تعليمي نصاب کې داسې تغييرات چې اساس يې د زمانې اړتياوې او د يوه هيواد د کلتوري او ټولنيزې ودې طبيعي بهير وي، عادي چاره ګڼي. هر هيواد چې نه غواړي د دې زمانې له چټک علمي او اقتصادي پرمختګ څخه شاته پاتې شي، اړ دی چې د خپلو تعليمي بنسټونو نظام او زدکړييز نصاب د وخت له نوښتونو سره سم جوړ کړي؛ د تحصيلي څانګو پراختيا او د هغو انکشاف هم پر همدې اساس د توجيه وړ دی. د زدکړييز نصاب د نويتوب او ښه کولو دا بهير په ډیری هيوادونو کې له دوو اړخونو ارزول کېږي: لومړی، د يوه هيواد زدکړييز نصاب د هغه هيواد له داخلي شاخصونو (د اړتياوو، ظرفيتونو او د محلي پراختيا د ليد ارزونې ته په پام) همغږی وي؛ دویم، زدکړييز نصاب د سيمې او نړۍ په کچه له علمي او ټيکنالوژيکو سياليو سره برابر وي. يا هم په بله وينا، په يوه هيواد کې رسمي زدکړييز نصاب له يوه اړخه نه شي کولای داخلي اړتياوې، د ښاروندو د ودې کچه او په دې عصر کې د هغوی کلتوري، ټولنيزې او اقتصادي غوښتنې له پامه وغورځوي او له بله اړخه نه شي کولای چې د نړۍ په کچه کوم څه کېږي او د ټولو هيوادونو د وګړو پر برخليک اغېز لري، ليرې پاتې شي. خو زموږ موندنې ښيي، طالبانو چې د افغانستان په زدکړييز نصاب کې کوم بدلونونه راوستلي دي، د زده کړې د موډرن کولو او د تعليمي بنسټونو د علمي پراختيا لپاره نه دي.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله کېږي، د دې ډلې سياستوالو او ښوونکو د ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو تحصيلي بنسټونو په زدکړييز نصاب کې پراخ بدلون راوستلی دی. زده کړو ته لاسرسی يې د جنسيت له مخې وېشلی او پر ځينو څانګو يې محدوديتونه لګولي دي چې د هغو څانګو ماهيت يې په بشپړه توګه تغيير کړی دی. دا تغييرات تر ډېره حده د پوهنتون د استادانو شړل، د علمي مضامينو حذف، د پخوانيو مدرسو ډول ته د زدکړييز نظام ور ګرزول او د تبليغاتي مضامينو ور زياتول، د سياسي تلقين په ابزارو د درسي متونو بدلول، د مذهبي راډيکاليزم القا او د نوي عصر د طالبانو د يوه نسل روزل دي.
په نويو زدکړييز متونو او په ځانګړې توګه انساني علومو کې طالبان او د دې ډلې بارزې څيرې تقديس او ستايل شوې دي، د دوی له لوري شوې وژنې او پېښې شوې ويجاړۍ توجيه شوي او اسلامي راډيکاليزم، زن ستيزي (له ښځو سره ضديت) او له غير اسلامي نړۍ سره مخالفت پکې پياوړي شوي دي. د مذهبي او قومي ډلو تکفير، جهاد ته هڅونه، له اسلامه دفاع او په غير اسلامي هيوادونو کې يې خپرول او د ټولنيز ارتباط وسايل، کتاب، فلم، موسيقي او رقص پردي ګڼل د نويو مضامينو او زدکړييزو متونو اصلي موضوعات دي. د طالبانو په نويو مضامينو او درسونو کې تاريخ په هدفي توګه تحريف شوی او له مدني ازاديو سره تړلي مفاهيم حذف او غندل شوي دي. پخوا هم زدکړييزې سرچينې او د پوهنتونو او د لوړو زدکړو د دولتي بنسټونو چاپېريال د افراطي تمايلاتو تر اغېز لاندې و. د جمهوري نظام د دويمې لسيزې پر مهال زدکړييز بنسټونه د جمعيت اصلاح، حزب التحرير او حتا د خراسان داعش او طالبانو ډلو په څېر د افراطي ډلو د افکارو د خپرېدو ځايونه وو.
د شاتګپالنې تشدید
د لوړو زده کړو ټايمز خپرونه د پوهنتون د نړيوالې درجه بندۍ تر ټولو معتبر سيسټم دی؛ په دې خپرونه کې د شاوخوا دوه زره معتبرو پوهنتونونو ترمنځ، د افغانستان د هيڅ پوهنتون نوم نشته. د دې خپرونې له لوري درجه بندي له ۲۰۰۴ کال راهيسې کېږي. د سږکال درجه بندي د يو زر او ۷۹۹ پوهنتونونو پر اساس شوې ده. د افغانستان پوهنتونونه د زده کړې د کيفيت د ټیټوالی له امله د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو ترمنځ ځای نه شي موندلای. په ډېری دولتي پوهنتونونو کې تر ډېره بریده بې ګټې او زاړه مواد تدريسېږي.
په پوهنتونونو کې د درسي برنامو د بدلون لپاره د افغانستان پخواني حکومت د ۱۳۸۸ کال پرمهال د «نصاب د تجديد او پراختيا ملي کميټه» جوړه کړه. دې کميټې تر ۱۳۹۲ کال پورې، ۵۲ درسي مواد پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسېساتو ته توزيع کړل، خو دا نصاب د غير معياريتوب او د وخت له تقاضا سره د ناسموالي له وجې تطبيق نه شو. تر دې وروسته د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ په لړم مياشتو کې د پخواني حکومت د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو د درسي برنامو د ښه کولو په موخه «ملي اجماع» وکړه. په دې اجماع کې د ټولنې او د کار د بازار له اړتياوو سره سم د نصاب برابرول او د پوهنتونونو د درسي برنامو د بدلون او پرمختګ لپاره په نصاب کې علمي او ټیکنولوژيکو بدلونو ته پام کول ټاکل شوې وو، چې د لیسانس دورې په ۱۶۵ څانګو کې درسي برنامې له سره وارزول شي. دا برنامه يوازې په ۴۴ څانګو کې تطبيق شوه.
سره له دې چې د لوړو زده کړو د نصاب د معياري کولو هڅې روانې وې، ځينې مضامين په ځانګړې توګه اسلامي ثقافت چې په ټولو څانګو کې زدکړيالانو ته تدريس کېږي د افراطيت له ملاتړو موادو ډک وو او د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د استادانو له خوا د افراطيت د ترويج لپاره د هغو استادانو له لوري تدوین شوي وو چې تر ډېره حده په بنسټپالنه تورن وو. په وروستي ځل د جمهوريت پرمهال، په ۱۳۹۸ کال کې د اسلامي ثقافت تحصيلي نصاب وارزول شو. په وروستۍ بڼه کې يې زدکړيالان د مقدساتو او ارزښتونو دفاع، د دولت او اسلامي شريعت تطبيق ته هڅول شوي وو. همدارنګه په باورونو د «شک» او «ترديد» راپیدا کولو کې د تیکانالوژۍ د اغیز په اړه د انديښنې څرګندول او د دعوت او د اسلامي ارزښتونو نشر او له «انحرافاتو» سره مبارزه د زکړيالانو ديني مسووليتونه بلل شوي دي. «فکري انحرافات»، «استشراق»، «تنصير»، «موسيقي»، «رقص»، له انټرنيټ او ټولنيزو رسنيو څخه «سوء استفاده» «په اسلامي ټولنه کې له انحرافاتو سره د مبارزې» تر عنوان لاندې راوړل شوي دي.

د تحصيلي نصاب په دې نسخه کې د «اسلام سياسي نظام» د پنځم سمسټر لپاره په پام کې نيول شوی دی.
په دې اړه چې کومه شرح راغلې، په دې جملو پېل کېږي: «د اسلام سياسي نظام له هغو نظامونو څخه دی چې اوس مهال تر بل هر وخت د زياتو شبهاتو ښکار دی او حتا د مسلمانانو ترمنځ له سياست څخه د دين پوچه مفکوره خپره شوې ده.» د دې بحث په دوام کې يې د ښاروند پر ځای د «رعيت» او د دولت پر ځای د «اسلامي دولت» اصطلاحات کارولي دي. د دې مضمون په تدريسي متن کې چې د ۱۳۹۶ کال پرمهال په کابل پوهنتون کې تدريسېده، خلافت يا هم امارت د سياسي اسلام د نظام په توګه راغلي دي: «د اسلام سياسي زعيم د خليفه، امام او اميرالمؤمنين په القابو يادېږي.» «بيعت» د خلافت يا هم امارت د مشروعيت ترلاسه کولو ډول ګڼل شوی؛ په دې کتابګوټي کې ارماني دولت د اسلام د لومړني وخت خلافت او يا هم «خلافت کبرا» او يا هم «نړيوال اسلامي حکومت» بلل شوي دي. [۱] د همدې په دوام ټول مسلمانان «نژاد، سيمې، ژبې او … ته له پام پرته د «اسلامي حکومت» اتباع او د مساوي حقونو لرونکي ګڼل شوي دي. ۱ غير اسلامي هيوادونه په دې تدريسي متن (چيپټر) کې «کفري» او «دښمن» بلل شوي او ويل شوي چې دې هيوادونو د «اسلامي خوځښتونو» پر وړاندې «نړيواله جګړه» پېل کړې ده. ۱ ډيموکراسي چې د افغانستان د پخواني دولت نظام و، «جاهليت» بلل شوی دی.
د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو انسټيټيوټ د ۱۳۹۸ پرمهال د يوې څېړنې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د اسلامي ثقافت تدريسي موادو پر زدکړيالانو اغېز کړی دی. د دې څيړنې د موندنو له مخې، په کابل، هرات او ننګرهار پوهنتونونو کې ۳۱.۴ سلنه زده کړيالان اسلامي خلافت د ښې حکومتولۍ الګو بللې وه.
د «اسلامي د ټولنيز نظام» په تدريسي متن کې چې د کابل په پوليتخنيک پوهنتون کې تدريسېږي، «تنصير»، «استشراق»، «فحشا او عرياني»، «د ښځو اختلاط»، موسيقي او رقص «انحرافات» بلل شوي دي. تنصير د مسيحيت د خپرولو په موخه يو «ديني، سياسي او استعماري» خوځښت ګڼل شوی دی. د استشراق (ختيځ پيژندنې) په وضاحت کې ويل شوي چې د دين، تمدن او د مسلمانانو د ټولنيز وضعيت په تړاو د «يهودو او نصاراوو د علماوو او نورو لوېديځ مېشتو» څېړنې استشراق بلل کېږي. د استشراق لپاره درې مرحلې (اکتشاف، اختلاط او ډاګيزه دښمني) بيان شوي دي او موخه یې «د اسلامي عقيدې او فکر نابودي» او د لوېديځوالو له لوري د اسلام د منلو «ممانعت» ښودل شوی. [۲]
د «سولييزو تعليماتو» په مضمون کې چې د ۱۳۹۹ کال پرمهال د کابل پوهنتون د روان پوهنې او روزنيزو علومو په پوهنځي کې تدريس کېده، هم دا موضوعات د «فکري جګړې او د سولې په له منځه وړلو کې د هغو د رول» تر عنوان لاندې بيان شوي دي. د فکري جګړې څلور مرحلې «صليبي جګړې، استعمار، استشراق او د مسيحيت ترويج او دين ته د دعوت لپاره د مسيحي دعوت کوونکو استخدام» يادې شوې دي. د مستشرقينو په اړه ويل شوي: «هغه پوهان دي چې د اسلام په اړه يې تعصب او کينه اړ کوي چې په اسلامي کلتور کې څېړنه وکړي او تر دې وروسته اسلام ته د زيان رسولو په موخه د خپلو څېړنو بر خلاف مطالب ليکي او هغه اسلامي کلتور ته تزريقوي.»

«لوېديځوالو له اسلامي کلتور او ادابو څخه د خپل شناخت په موخه پوهنتونونه او تعليمي مرکزونه جوړ کړي دي» همدا راز په دې درسي متن کې د کتابونو، ورځپاڼو، مجلو، کنفرانسونو، لويو ياداښتو او د استشراق د مستقيمو او غير مستقيمو وسايلو يادونه شوې. په دې کتابګوټي کې د موسيقۍ پر حرام والي ټينګار شوی دی.
د افراطي تدريسي متونو له شتون سره-سره د وروستيو کلونو پرمهال هڅې کيدلې چې متخصصين جذب کړي او د پوهنځيو علمي ظرفیت زيات او د دولتي پوهنتونونو د تخصصي استادانو ظرفيت لوړ کړل شي. د پوهنتونو په سلګونو استادان د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره له هيواده بهر لېږل شوي وو. د پخواني دولت سقوط او د طالبانو راتګ، دا هڅې بې اغېزې کړې.

د پوهنتونو د علمي کادرونو شړل او تېښته
ګډوډۍ، د سياسي وضعيت بدلون او واک ته بيرته د طالبانو راتګ پر پوهنتونونو او د هيواد پر عملي چاپېريال هم اغېز وکړ. په دې لړ کې تر ټولو مهم بدلون د پوهنتونونو د استادانو په ځانګړې توګه له هيواده د ځوانو استادانو تګ وو. کابل پوهنتون چې په افغانستان کې تر ټولو ستر او مهم دولتي پوهنتون دی، تر نورو پوهنتونونو زيات اغېزمن شوی دی. د بي بي سي له موندنو سره سم، د ۱۴۰۰ کال په ژمي کې د افغانستان له دریو لويو پوهنتونو (کابل، بلخ او هرات) څخه ټولټال ۲۲۹ استادانو له تدريس څخه ډډه کړې او يا هم شړل شوي دي. پر همدې اساس، واک ته د طالبانو تر رسيدو شپږ مياشتې وروسته، ۱۱۲ استادانو هيواد پرېيښی دی. د افغانستان د پخواني دولت تر سقوط وړاندې د کابل د ټولو استادانو شمېر ۷۸۰ تنه ښودل شوی وو. د هرات پوهنتون د ټولو استادانو شمېر هم ۴۳۰ تنه وو چې له هغو څخه هم د ۱۴۰۰ کال تر ژمي پورې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته ۷۵ تنو هيواد پرېيښی دی. د پخواني دولت تر سقوط وړاندې د هرات پوهنتون ۱۴۰ تنه استادان د خپلو زدکړو لپاره له هيواده بهر تللي وو. تر همدې مهاله د بلخ پوهنتون ۴۲ استادانو هم تدريس پرېيښی او له هيواده وتلي دي.
د ۱۴۰۱ کال د غوایي/ثور د مياشتې پرمهال د بلخ پوهنتون يو شمير استادانو هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د دې پوهنتون رياست د هغو ۵۰ استادانو نوملړ برابر کړی چې شړل کېږي. د ۱۴۰۱ کال په مني کې د هيواد د پوهنتونونو يو شمېر استادانو د نجونو د زدکړو د جبري ممنوعيت پر وړاندې په اعتراض کولو سره له استادۍ استعفا وکړه. د ۱۴۰۱ کال د سلواغې تر مياشتې پورې د هغو استادانو شمېر چې د دې تصميم پر وړاندې يې د اعتراض له مخې استعفا وکړه، ۱۳۰ تنو ته رسېده.
د افغانستان د احصاېيې ادارې له شمېرو سره سم، د (پخواني دولت تر سقوط وړاندې) په ۱۴۰۰ کال کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د استادانو شمېر ۱۶ زره او ۵۴۶ تنه وو چې ۳۸ سلنه يې د دولتي پوهنتونونو استادان وو او ۶۲ سلنه نور يې په خصوصي پوهنتونونو کې په دندو مصروف وو. د ۱۴۰۱ کال پرمهال دا شمېر ۱۱ سلنې ته راټيټ شوی او ټول شمېر يې ۱۴ زره او ۷۴۴ وو. د دولتي پوهنتونونو د استادانو شمېر هم له شپږ زره او ۲۶۱ تنو څخه پنځو زرو او ۹۴۳ تنو ته راټيټ شوی دی. دا شمېر له افغانستانه د وتلو تقاضا او د پوهنتون پر استادانو لګول شويو بنديزونو ته په پام، ښايي نور هم کم شوی وي. د بي بي سي له موندنو سره سم، د سږکال تر غبرګولي مياشت پورې د کابل پوهنتون له ۷۸۰ استادانو څخه يې تر ۴۰۰ زيات له هيواده وتلي او نور استادان نه دي. په دې کې هغه ۱۲۸ استادان هم شامل دي چې له هيواده بهر د زده کړو لپاره تللي وو. په دې کې ډېری يې هغه کسان وو چې د ماسټرۍ او دوکتورا اسناد يې درلودل. له دې موندنو سره سم، ۲۲ استادانو د ښکلو هنرونو له پوهنځي، ۳۲ استادان د کرنې له پوهنځي، ۲۷ استادان له انجینرۍ پوهنځي، ۲۲ استادان د کمپيوټري علومو له پوهنځی، ۲۱ استادان د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي، ۱۴ استادان د روانپوهنې له پوهنځي، ۱۳ استادان د ټولنيزو علومو له پوهنځي او ۱۲ استادان د عامه ادارې له پوهنځي څخه تللي، استادي يې خوشې کړې او له هيواده وتلي دي. د پوهنتون د استادانو استعفا او د هغوی شړل کېدو يو شمير څانګې فلج کړې دي. يوه بيلګه يې د فرانسوي ژبې ډيپارټمينټ دی چې اووه تنه بهرني استادان يې پر افغانستان د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته له هيواده وتلي دي.
د طالبانو حکومت نه يوازې د استادانو د ډلييزې او پوهنتونونو د علمي کادرونو د وتلو په اړه اندېښمن نه دی، بلکې په ځينو مواردو کې يې شړلي دي تر څو يې تشه هغه څوک ډکه کړي چې د طالبانو د سياستونو ملاتړ کوي. د البيروني پوهنتون پخواني رييس عبدالقهار سروري په يوه ټلويزیوني خپرونه کې وويل، چې دی د طالبانو تر راتګ وروسته، ۴۵ ورځې د دې پوهنتون رييس و او تر ده وروسته «د پوهنتون يو استاد او بيا وروسته د طالبانو يو قاري د دې پوهنتون رييس وټاکل شو.» سره له دې چې پر استادانو فشار دی او د دولتي پوهنځیو علمي کادرونه شړل شوي او يا يې دندې ته نه راځي، بل لور ته په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د استادانو استخدام د لوړو زده کړو وزارت د «خاص هيأت» په تاييد پورې تړاو لري او د پوهنتون د استادانو لپاره د چلند او وینا په برخه کې هم الزامات تعيين شوي دي.
له دې محدوديتونو سره-سره، په دولتي پوهنتونونو کې له تدريس څخه د استادانو د پر شا کېدو يو بل اغېزناک لامل د معاش زيات کمښت دی. د پوهنتون يو استاد چې اوس جرمني ته مهاجر شوی وایي، کوم کسان چې د «پوهاندۍ» علمي رتبه لري، د طالبانو تر راتګ وړاندې يې ۸۰ زره افغانۍ رسمي معاش درلود. خو دا مقدار د طالبانو پر مهال د مياشتې ۴۹ زره افغانيو ته راکم شوی دی. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۲ کال په وري مياشت کې په دې اړه د بيا ځلې فکر کولو اعلان وکړ او ويې ويل چې د پوهنتونونو د استادانو معاش بيرته زياتوي. له دې پرېکړي سره سم، د پوهاندۍ د علمي رتبې معاش له ۳۹ زره افغانيو څخه ۶۰ زره افغانيو، د پوهنوال د علمي رتبې معاش له ۳۳ زره افغانيو څخه ۴۵ زره افغانيو، د پوهندوی د علمي رتبې معاش له ۲۷ زره افغانيو څخه ۳۸ زره افغانيو او د پوهنمل د علمي رتبې معاش له ۲۱ زره افغانيو څخه ۳۰ افغانيو ته د مياشتې په حساب زياتېږي. داسې نه ښکاري چې دا اقدام به پوهنتون ته د متخصص کادر په جذب کې اغېزناک وي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو د اوسنيو استادانو لپاره برنامې اجرا کوي چې موخه يې د طالبانو له فکر سره سم، له سياسي اسلام سره د استادانو بلدول دي او هغوی ته د پوهنتون په چاپېريال کې حد او حدود ټاکي. د بېلګې په توګه، د طالبانو تر ادارې لاندې دې بنسټ، د پوهنتون استادان د درس ورکولو پر مهال د دې ډلې رهبرانو ته په احترام څرګندولو مکلف کړي دي. د يو شمېر پوهنتونونو استادانو اطلاعات روز ورځپاڼې ته تاييد کړې چې د پوهنتونونو د مسوولينو له لوري ورته ويل شوي چې د طالبانو د پخواني رهبر او بنسټګر ملا محمد عمر او د طالبانو د دويم رهبر ملا اختر محمد منصور د نوم يادولو پرمهال له هغوی سره د «رحمه الله» او «تقبله الله» عبارت وکاروي. د طالبانو د اوسني رهبر هبت الله آخوندزاده او د طالبانو د نورو ژونديو مشرانو په اړه هم ويل شوي چې له هغوی سره «حفظه الله» وويل شي.
د پوهنتونو استادان اړ کړل شوي چې په خپلو ليکنو، څېړنو او علمي اثارو کې د طالبانو د مطرحو څېرو په اړه همدا عبارت وکاروي. په دې کې د دولتي پوهنتونونو د استادانو د علمي رتبو د ترفيع لپاره ليکل کيدونکې مقالې هم شاملې دي. د پوهنتون يو استاد چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي، وويل چې د دې نه رعايتول ځينې «پايلې» لري او په پوهنتونونو کې د طالبانو مسوولين دې نکاتو ته پام نه کول له دې ډلې سره دښمني بولي. د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي د مياشتې په لومړيو کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په يوه مکتوب کې د پوهنتون له استادانو وغوښتل چې د طالبانو له نظام سره له هر ډول مخالفت څخه ډډه وکړي. د دې ډلې د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم هم د تېرکال د کب مياشتې پرمهال په کندهار کې د يو لړ مراسمو پر مهال وويل: «تخريبوونکي چې د [طالبانو] نظام په ژبه، قلم يا هم عملي توګه تخريبوي، باغيان او واجب القتل دي.»
داسې ښکاري چې په پوهنتونونو کې د ملايانو او ديني مدرسو د طالبانو استخدام زيات شوی دی. طالبانو د زمري د مياشتې پر ۳۰مه نېټه اعلان وکړ چې شاوخوا ۵۵۰ تنه استادان يې د ثقافت مضمون لپاره په پوهنتونونو کې استخدام کړي دي. په دې لړ کې ۱۳ تنه د باميان پوهنتون په شرعياتو پوهنځي کې ګمارل شوي دي. يوې باخبره سرچينې وويل، چې په دې افرادو کې هيڅ شيعه او هزاره وګړی نشته. د سرچينې په وينا، په پوهنتون کې په هدفي توګه د هزاره ګانو د استخدام مخنيوی شوی دی. «هزاره ګانو [د باميان په پوهنتون کې] نومليکنه وکړه. [د کانديدېدو لپاره لازم اسناد] يې ورکړل؛ خو د باميانو له پوهنتون څخه د هيڅ يوه نوم هم مرکز ته نه دی لېږل شوی.»
د باميانو په پوهنتون کې د طالبانو يو مبلغ استادانو د تجويد او فکري روزنې ديني علوم تدريسوي. استادان له شنبې څخه تر چهارشنبې پورې په دې درسي برنامه کې په ګډون مکلف دي. همدا راز په کابل، غزني، فارياب او بلخ پوهنتونو کې هم مبلغان استخدام شوي دي. په دې پوهنتونونو کې سرچينو له اطلاعات روز سره د خبرو پر مهال ويلي، چې لا تراوسه هم د دې مبلغينو درسي برنامې نه دي شروع شوي. په غزني پوهنتون کې هم يوې مسوولې سرچينې وويل، چې د مبلغينو معاش د پوهنتون د علمي کادر تر معاش لوړ دی. د سرچينې په وينا، مبلغين د زون په کچ په نوبتي توګه په پوهنتون کې «درسي-تبليغي» برنامې جوړوي. د پوهنتون يو بل استاد چې ديني زده کړې لري، وويل چې د دې برنامې د پلي کولو او په ځانګړې توګه د فکري روزنې د مضمون د تدريس موخه داده چې په پوهنتونونو کې د طالبانو ايډيولوژي ترويج شي.
ندا محمد نديم تېرکال د ليندۍ مياشتې پر مهال وويل، چې د دې ډلې د غړو «علمي رتبه» د هغو ماينونو له مخې محاسبه کېږي چې «پټاو» کړي يې دي.
د بنسټپالو درسي متونو زياتوب
له پوهنتونونو څخه د علمي او تخصصي کادر تر وتلو او شړلو وروسته، دې ډلې د ۱۴۰۰ کال د کب مياشتې په منځنيو کې اعلان وکړ چې د دې بنسټ د تحصيلي نصاب آمريت يې په رياست بدل کړی دی او بېړنۍ دنده به يې د ښوونيز نصاب بدلون وي. د دې رياست د کار پايله د پوهنتون د څانګو د اصلي علمي مضامينو حذف او د ديني مضامينو زياتوب، د تاريخ په څېر د ځينو مضامينو د منځپانګې تغيير او نهايتا د نصاب بنسټيز بدلون دی؛ هغه پايله چې د دولتي پوهنتونو د پخوانيو استادانو په اند، دا چاره له علم څخه د پوهنتون خالي کول او د زدکړييز نصاب ايډيولوژيک کول دي. د اسلامي مطالعاتو څېړونکی رامين کمانګر په دې باور دی چې «طالبان په ټولو څانګو کې د هغه سياسي اسلام د تدريس هڅه کوي چې دوی ته د منلو وړ دی.»
د طالبانو له نويو بدلونونو سره سم، د پوهنتونونو د لومړي سمستر د زدکړيالانو لپاره دوه مضامين «د اسلام اعتقادي نظام» او «تجويد او د قرآن تلاوت»، د دويم سمسټر د زدکړيالانو لپاره دوه مضامين «د اسلامي عبادتي نظام» او «نبوي سيرت»، د درېيم سمسټر د زدکړيالانو لپاره دوه مضامين «د اسلام اخلاقي نظام» او «د اسلام ټولنيز نظام»، د څلورم سمسټر د زدکړيالانو لپاره دوه مضامين «فکري روزنه» او «اديان او مذاهب»، د پنځم سمسټر د زدکړيالانو لپاره دوه مضامين «د اسلام سياسي نظام» او «د اسلام اداري نظام»، د شپږم سمسټر د زدکړيالانو لپاره د «اسلام اعتقادي نظام» مضمون، د اووم سمسټر لپاره د «قرآن او معاصرو علومو» مضمون او د اتم (وروستي) سمسټر د زدکړيالانو لپاره د «اسلامي تمدن» مضمون تدريس کېږي. دا ټول مضامين فرعي او د «اسلامي ثقافت» د مضمون برخه دي چې په ۲۴ تدريسي واحدونو کې تدريس کېږي. د طالبانو له لوري په تدوين شوي درسي نصاب کې د دې موضوعاتو زدکړييزه موخه له تاريخ څخه پند اخيستل او له هغه وضعيته لېرې کېدل ښودل شوي چې د «بدمرغۍ» لامل کېږي. که څه هم تراوسه له دې درسي نصاب سره سم درسي کتابونه نه دې تيار شوي، خو دا درسي مواد په پوهنتونونو کې په عملي توګه تدريس کېږي.

طالبانو د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په مياشت کې د دوو څانګو فقې او قانون او اسلامي تعليماتو د زدکړييز نصاب بياکتنه بشپړه کړه. په وروستۍ بڼه کې يې، د افغانستان معاصر تاريخ د همه شمول مضمون په توګه له دوو کريډيټونو سره شامل کړی دی. د دې درسي برنامې له ديارلسمې څخه تر شپاړسمې ناستې پورې درسي مواد د طالبانو را پیدا کېدو او واک ته رسېدو، د تېرو دوو لسيزو خونړۍ جګړې او بيرته واک ته د دې ډلې رسېدو ته ځانګړې شوې دي. د دې درسونو لپاره د «اسلامي امارت ظهور»، «د امارت تأسيس او بارز شخصيتونه يې»، «د اسلامي امارت لومړۍ دورې ته لنډه کتنه»، «د امريکا او ناټو تېری»، «د اسلامي امارت تر چتر لاندې د تېري پر خلاف مبارزه او جهاد»، «د اشغال پر مهال د کابل ادارې ته لنډه کتنه»، «د امریکا او ناټو ماتې او د اسلامي امارت بريا» او «د امريکا او ناټو د ماتې او اسلامي امارت د بريا عوامل» عنوانونه استفاده شوي دي.
د فکري روزنې مضمون په څلورم سمسټر کې زدکړيالانو ته تدريسېږي. د دې مضمون او د اسلامي ثقافت د نورو مضامينو چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په درسي نصاب کې زيات شوي دي، د منځپانګې اصلي ټينګار جهاد ته پر هڅونه او له خلکو او غير اسلامي هيوادونو سره د خلکو پر دښمنۍ دی. په دې درسونو کې د «مسلمانانو د خاورې» وضعيت ذليل ګڼل شوی او مهم عامل يې «جهاد ته د نه پاملرنې په برخه کې د مسلمانانو نه پاملرنه او جګړې ته نه حاضرېدل» بلل شوي دي. «دې کار د مسلمانانو وېره د دوی د دښمنانو له زړونو ايستلې ده او د [مسلمانانو په زړه کې] يې وېره زياته کړې ده.» [۳] جهاد داسې تعريف شوی چې د «اسلامي شريعت، کلمة الله د اعلاء او د خدای د حکم د اجرا» لپاره «په ټول توان هڅه او کوشش» کول دي. د همدې په دوام، تر ټولو لوړ جهاد «قتال» او موخه یې دا ښودل شوې چې «دوه مساوي او رقيب» دښمنان به نه پرېږدي. په اسلام کې هم د جهاد په اړه ويل شوي دي: «مسلمانان بايد تل اوسپينه په اوسپينه او يا هم تر دې په غټ شي وځپي او مخالفو بادو ته په توپان ځواب ورکړي او کفري نړۍ په ټول ځواک او ټولو شته امکاناتو او په اوسني وخت کې په ټولو اکتشافاتو او پرمختګونو سره چې انسان ترلاسه کړي دۍ، لکه وسله، تجهيزات او رزمي تياريو [سره ووهي]».۳
په دې درسي موادو کې په ضمني توګه د مسلمانانو د جهاد بېلګې د تېرو شلو کلونو پرمهال د طالبانو د جګړې او د هغوی د ماين ايښودنې او ځانمرګو بريدونو يادونه شوې ده.«که يوه اړخ ټانک درلود، بل اړخ ماين درلود. که يوه اړخ الوتکه درلوده، بل لوري راکيټ (آر پي جي) درلوده. که يوه لوري بريد کاوه، بل لوري کمين نيوه … عامو خلکو هيڅ نه لرل او د خپل ځان او اولادونو له تسليمۍ پرته يې بله چاره نه درلوده.» ۳ طالبانو د تېرو دوو لسيزو پر مهال د ماينونو د ايښودلو او ځانمرګو بريدونو مسووليت اخيسته. له دې سره-سره، په پوهنتون کې د طالبانو په تدريسي متونو کې د «جهاد او شهادت غوښتنه» او «په مسلمانانو کې د غيرت او شجاعت» راپارونه اساسي واجبات او د اسلامي روزنې مهمه برخه بلل شوې ده. همدا راز ټينګار شوی چې د اسلامي روزنې نور اړخونه دې مواردو ته له پام پرته نيمګړي دي. ۳
د همدې په دوام ويل شوي دي چې اوس جهاد نوي پړاو ته داخل شوی دی او نوبت دې ته را رسېدلی چې عصري جنګي فنون او په ځانګړې توګه له موډرنو وسلو څخه استفاده کول زده شي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنتون له درسي ښوونو سره سم، موډرنې وسلې هغه جنګي تجهيزات دي چې د «اسلام دښمنان» ورته لاسرسی لري. په دې تدريسي برنامه کې همدا راز زدکړيالانو او استادانو ته ور ښودل کېږي چې څرنګه د جنګي ابزارو او تجهيزاتو په برخه کې له بدلونونو سره ځان بلد کړي او د اړتيا پر وخت «وسله وال جهاد» وکړي او «د جهاد سنګر او د اسلامي جګړې ډګر» ګرم وساتي. ۳ دا مورد واک ته د طالبانو رسېدو ته اشاره کوي. د دې ډلې د سياسي نظام ډول «اسلامي امارت» دی او خپل رهبر اميرالمؤمنين بولي. د پوهنتون په درسي متونو کې اميرالمؤمنين د «سياسي اسلام زعيم» بلل شوی دی. ۱ يو ځای پر پاکستان هم د يوازيني اسلامي هيواد په توګه چې اټوم لري، نيوکه شوې او ويل شوي دي چې له اټوم سره-سره د «اسلام له دښمنانو» سره د مقابلې کولو وړتيا نه لري. همدا راز ټينګار شوی چې بايد په مسلمانانو کې د جهاد روحيه ژوندۍ وساتل شي او له مسلمانانو وېره بايد نور ملتونه «خضوع او تسليمۍ» ته اړ کړي.

فکري جګړه يوه بله موضوع ده چې په دې درسي مضمون کې ځای پر ځای شوې ده. په درسي متونو کې د لوېديځوالو د غير نظامي فکري جګړې روشونه داسې بيان شوي چې غواړي اسلامي ارزښتونه او افکار له منځه يوسي، اسلامي خلافت ختم کړي، مسلمانان له اسلام او اسلامي ايډيولوژۍ څخه منصرف کړي او د مسلمانانو ديني هويت سلب کړي. همدا راز نورو ملتونو او په ځانګړې توګه غرب ته د اسلام د پراختيا مخنيوی، د مسلمانانو په ژوند کې د دين او مسجدونو د ارزښت کمول، د مسلمانانو له ژوند څخه د دين حذفول، د اسلامي نړۍ د شخصيتونو کم ښودل، د اسلامي امت په تاريخ او اوسني وضعيت کې شک را پيدا کول، د لوېديځ د کلتوري عناصرو ايجاد او د اسلامي خوځښتونو تخريب يې د نورو اهدافو په توګه بيان شوي دي. د عقل، فکر او فرهنګ اشغال او د ايمان، عقيدې او ارادې له منځه وړل د فکري جګړې نورې ځانګړنې بلل شوې دي او ويل شوي چې دا جګړه پټه کېږي، خلک مخاطب کوي او اعمار يې پېړۍ وخت نيسي. صليبي جګړې، استعمار، ختيځ پېژندنه او د مسيحيت ترويج د فکري جګړې نورې مرحلې يادې شوې دي.
همدا راز فکري تهاجم تر نظامي تهاجم خطرناک بلل شوی دی. د پوهنتون په تدريسي متونو کې ټينګار شوی چې په دې تهاجم کې «دين، فکر، دودونه او ټولنيز اعتراف، شخصي او ټولنيز اخلاق او د مسلمانانو رواني کيفيت» د نامسلمانو پر وړاندې د دوی د مقابلې د عواملو په توګه په نښه کېږي. د پوهنتون په درسي موادو کې د فکري جګړې د پنځه ډوله وسلې نوم اخيستل شوی دی؛ نظامي کودتاوې او سياسي ترورونه، په پوهنتونونو او ښوونځيو کې درسي برنامې، د علمي وسلې په توګه داستانونه، روايتونه او ختيځ پېژندنه، د مارکسيزم، سيکولريزم، اګزيسټانسياليزم او … افکار، د اسلامي فکر په وړاندې د ګوندونو او ډلو جوړول، نړيوال صهيونيزم او مختلطې محکمې د فکري جګړې وسلې بلل شوې دي. د دين په تړاو مسلمانانو ته شبهات پيدا کول، الحاد، د ديني وسلې په توګه د اديانو د علم تطبيق، سينما، تياتر، انځوريزې رسنۍ، لوڅ فلمونه، انټرنيټي سايټونه او ټولنيزې رسنۍ، کارټون او د ماشومانو داستانونه رسنيزې وسلې او غير اسلامي بانکونه، مالي مرستې او نړيوالې قرضې د فکري جګړې اقتصادي وسلې ګڼل شوې دي. د ښاري ميشتيدنې پراختيا او موډرن ژوند، تمدن، سمون غوښتنه، د بيان زادي، د فکر او اند ازادي او په ضمني توګه بشري حقونه، د ښځو حقونه او د ښاروندۍ حقونه او … د فکري جګړې ابزار بلل شوي او حتا يو ځای «اروپايي ژبو» ته د «اسلامي اثارو» ژباړه د لوېديځوالو له لوري فکري جګړه ګڼل شوې ده. پوهنتونونه، ښوونځي، ښوونکي، زده کوونکي او د ديني روڼ اندو په ګډون روڼ اندي د مالي امکاناتو تر څنګ د فکري جګړې لپاره د غرب پانګه بلل شوې ده. «دا ډول ځوانانو د دين د دښمنانو داسې فريب خوړلی چې د اسلام اصليت، فکري، عقلي او منطقي ستنې يې هيرې کړي او د يوه روباټ په څېر د دښمن په اختيار کې دي.» په تدريسي متونو کې د فکري جګړې ګټونکی غرب بلل شوی او سبب يې د مسلمانانو د ايمان ضعف او د مسلمانانو له لوري د دوست او دښمن ترمنځ توپير نه کول، ښودل شوي دي. داسې ښکاري چې استادانو ته د سخت دريځي اسلام تدريس، په پوهنتون کې د مبلغينو او جماعت د امام استخدام او د طالبانو د محتسبينو له لوري يې نظارت له همدې ليد څخه سرچينه اخلي. د پوهنتون په تدريسي برنامه کې د دا ډول موادو په زياتولو سره طالبان غواړي چې له يوې خوا خپله ايډيولوژۍ ترويج کړي او له بل پلوه زده کوونکي او استادان له خپلې ايډيولوژۍ سره سم وروزي.
د طالبانو د لوړو زده کړو پخواني وزير عبدالباقي حقاني د دې ډلې تر واکمنېدو دوې مياشتې وروسته د پوهنتون له استادانو سره په يوه غونډه کې وويل، چې په افغانستان کې د تحصيل او زده کړې بنسټونه بايد له سره کېښودل شي. د ده په وينا، د تېرو دوو لسيزو پرمهال چې کومو زده کوونکو په افغانستان کې درس ويلی دی، هيڅ تمه بايد ترې ونه شي او زده کوونکي بايد له ارزښتونو سره سم په داسې توګه وروزل شي چې «زموږ په درد» وخوري. د پوهنتون په تدريسي متونو کې په ضمني توګه ويل شوي دي چې افراد بايد په علمي بنسټونو کې په داسې توګه ورزول شي چې د مسلمانانو لپاره د «ټينګې زغرې حيثيت» ولري.
د پوهنتون په درسي موادو کې د فکري جګړې وسله «ډېره وژونکې، ډېره مهمه او تر تصور زياته اغېزناکه» بلل شوې ده. په عين حال کې اندېښنه ښودل شوې چې فکري جګړه «خاوره نه ګواښي، بلکې عقل ګواښي». ۳
د شيعه مذاهبو پر خلاف تاوتريخوالی
د اسلامي ثقافت د اديانو او مذاهبو درسي مواد چې په کابل پوهنتون او څلورم سمسټر کې تدريس کېږي، د اسماعيليه ډلې له دریو څانګو (قرامطه، نصيريه او دروزيان) سره د مخالفت په تړاو پکې څرګندونې راغلې دي. په فارياب پوهنتون کې د دې مضمون په تدريسي متن کې دا ډلې «باطلې» او «اديانو ته ورته» بلل شوې دي. په دې کتابګوټي کې ټينګار شوی چې اسماعيليان له «دينه وتلي» او د خدای له صفاتو منکر دي. همدا راز د هغوی د عقايدو په اړه راغلي چې باورونه يې له قرآنه سرچينه نه اخلي. په دې درسي برنامو کې د اسماعيليانو اعتقادي بنسټ د داسې ټولنې ايجاد بلل شوی چې «په مال او ښځو کې د شراکت» پر اساس را منځته شوې وي. د کابل پوهنتون د اديانو او مذاهبو د مضمون په درسي موادو کې هم ويل شوي: «[اسماعيليان] يوه داسې شپه [لمانځي] چې په هغې شپه کې ښځې له نارينهوو سره يو ځای کېږي.» دا مورد د قرامطه ډلې په تړاو په همدې درسي موادو کې په لا ډاګيزه توګه بيان شوی دی.
د قرامطه ډلې حقيقت هم «الحاد، اشتراکيت، اباحيت او د اخلاقو او اسلامي دولت له منځه وړل» بيان شوی. [۴] په همدې تړاو ويل شوي چې پيروان يې «خلک په [خپلو] ښځو کې شريک» بولي او د دوی لپاره روا نه ده چې خپلې ښځې له خپلو وروڼو (همفکرو) «پټې کړي.» همدا راز د اسلام د اساسي احکامو لغوه کول، د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له تاوتريخوالي کار اخيستل، پر عصمت، د دوو خدايانو پر وجود او هغوی ته پر رجوع باور د دوی د نورو اعتقاداتو په توګه ياد شوي دي. په دې کوچني درسي کتاب کې قرامطه يوه ملحده او وينه تويوونکې ډله ګڼل شوې ده. د نصيريه ډلې په اړه هم ويل شوي چې موخه يې د اسلام او د هغه د اساساتو نړول دي. «هر دښمن چې د مسلمانانو پر خاوره تېری وکړي، دوی (د نصيريه ډلې پيروان) ورسره همکاري کوي.» د هغې د پيروانو په اړه هم ويل شوي چې د شيعه ګانو په اول امام علي کې د خدای د ذات يو جزء ويني او خپل پروردګار يې ګڼي. د دې ډلې په اړه ويل شوي چې د راشده خلفاوو ابوبکر، عمر او عثمان په تړاو بد نظر لري.
همدا راز ويل شوي چې د دې ډلې بنسټګر بن نصير د محارمو پر حلالوالي او د نارينهوو ترمنځ د لواطت پر روا والي باور درلود. په دې تړاو ويل شوي: «د اسلام علماء پر دې يوه خوله دي چې له نصيريانو سره مناکحه [ښځه يې کول او ښځه ورکول] روا نه دي. د هغه حيوان غوښه خوړل روا نه دي چې دوی حلال کړی وي. د دوی د مړي د جنازې لمونځ نه کېږي او په هديره کې يې مسلمانان نه ښخېږي.» ۴ د دروزي فرقې په تړاو د اديانو او مذاهبو په کتابګوټي کې ويل شوي چې د دوی عقايد له څو دينونو څخه مختلط شوي دي. د دې ډلې پيروان يې د پيغمبرانو او قرآن منکرين او د روحونو پر تناسخ باور کوونکي بللي او ويل شوي چې ابوبکر او عمر فاحش او منکران بولي او د مسلمانانو په اړه هم بدبينه دي. ۴ په دې درسي کتابګوټو کې په افغانستان کې د اسماعيليانو شتون ته هيڅ اشاره نه ده شوې. د پوهنتون په درسي برنامه کې د دې کتابګوټو ګډول د هغوی د فرهنګي او مذهبي وجود د حذف په معنا دي. تېره مياشت د بدخشان له اشکاشم ولسوالۍ څخه د يوه شيعه اسماعيلي سړي ويډيو خپره شوه چې له خپله مذهبه اوښت. په دې مراسمو کې د طالبانو يو ځايي قومندان د دې ډلې د يو شمېر غړو په شتون کې دې کس ته د «شهادت» کلمه ور ښيي. دا ډول مراسم اسلام ته د نامسلمانو د اوښتلو پرمهال نيول کېږي او په اسلام کې دننه له يوه مذهب څخه بل ته د تللو لپاره داسې مراسم بې مخينې دي.
له دې سره-سره، طالبانو د جعفري فقهې د تدريس مخه نيولې ده چې تر ډېره حده د باميانو په څېر دولتي پوهنتون کې چې زدکړيالان يې تر ډېره حده له هزاره مېشتو سيمو څخه دي، تدريس کېږي. يوه باوري سرچينه چې د فقهې او شرعياتو د قانون د درسي نصاب په کلسټر کې يې ګډون درلود، د دې درسي برنامې له اساسي سرچينو څخه د جعفري فقهې عمدي حذف تاييد کړی دی. دې سرچينې چې نه يې غوښتل هويت يې څرګند شي، وويل چې اوس مهال په دې څانګه کې اساسي سرچينې له حنفي فقهې او عربي ژبې سره اړوند دي. همدارنګه کوم درسي نصاب چې د ۱۴۰۱ کال پرمهال په سلواغې مياشت کې وروستی شوی دی، يو درسي هدف يې د اهل سنت والجماعت له فقهې سره سم د زدکړيالانو روزل ياد شوي دي. د دې درسونو مرستندويي سرچينې د طالبانو د غړو کتابونه لکه د طالبانو د ازموينې د کميټې د رييس عبدالباقي حقاني ليکل شوی کتاب «السیاسة والادارة فی الاسلام» هم شامل دي.
له دې سره هممهاله، طالبانو تېرکال جعفري فقه د باميانو له درسي برنامې څخه حذف کړه. د طالبانو د لوړو زده کړو رهبرۍ شورا هغه وخت وويل، چې دا فقه ځکه له درسي برنامې څخه حذف شوې چې «يو واحد نظام، واحد نصاب او قانون ته اړتيا لري». کومه پرېکړه چې د دې شورا له لوري وروستۍ شوې، پکې راغلي چې د باميانو پوهنتون د اهل تسنن او اهل تشيع ګډ پوهنتون دی او مذهب ته له پاملرنې پرته زدکړيالان جذبوي. خو له دې سره-سره، تراوسه لاهم د جعفري فقهې د ډيپارټمنټ تشکيلات نه دي لغوه شوي. دې څانګې تېرکال په کانکور ازموینه کې زدکړيالان جذب کړل او د سږکال له دفترچې څخه هم نه ده حذف شوې. د جعفري فقهې د ډيپارټمنټ يوازې يو استاد لري او هلته زدکړيالان د اهل سنتو فقه لولي.
په باميانو پوهنتون کې يوې سرچينې تاييد کړه چې د جمهوريت په وروستيو اونيو کې د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقهې او قانون له طرزالعمل سره سم د جعفري فقهې نصاب تدوين شو، خو اداري پراړوونه يې طی نه شول. د دې سرچينې په وينا، په باميانو پوهنتون کې طالب مسوولينو او د دې پوهنتون د شرعياتو پوهنځي هم د هغه نصاب له اداري طی مراحل څخه ډډه وکړه او د جعفري فقهې له تدريس سره يې مخالفت وکړ. په لومړي ځل د جعفري فقهې نصاب د ۱۳۹۵ پر مهال تيار شو. د کابل پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې دا نصاب ځکه رد شو چې د فقهي منځپانګې په پرتله يې حقوقي منځپانګه زياته وه او «د دې پوهنځي استادان د جعفري فقهې له اصطلاحاتو سره بلد نه وو». په وروستۍ نسخه کې دا موارد رفع شوي وو او د فقهي اصطلاحاتو په تړاو هم لازم توضيحات ورکړل شوي وو.
طالبانو په دې پوهنتون کې د اهل سنت يو پيرو د جماعت د امام په توګه ټاکلی دی. د دې کس په امامت د جماعت په لمانځه کې د شيعه استادانو ګډون اجباري دی.
تېرکال چې کله طالب محتسبينو د باميانو له پوهنتون څخه ليدنه کوله او «زدکړيالانو ته يې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر توصيې کولې» هزاره او شيعه زدکړيالان يې «مرتد» بللي وو. دوی دا موضوع د سنيانو او شيعه ګانو ترمنځ د فقهي اختلاف په استناد سره مطرح کړې وه. دې اشخاصو ويلي وو: «تاسو (شيعه ګانو) لاره ورکه کړې ده او بايد داسې اقدامات وشي چې سمه لار ومومئ.» همدا راز طالب محتسبينو زدکړيالانو ته ويلي وو چې دوی به «نيکې لارې ته هدايت» کوي. طالبانو په دې پوهنتون کې په قومي تصفيې هم لاس پورې کړی او هزاره ګان يې د پوهنتون د رهبرۍ له پلاوي څخه حذف کړي دي.
د ښځينه حقونو سيسټماټيک نقض
د افغانستان د پوهنتونونو په يو شمېر درسي برنامو کې د ښځو انساني حرمت نقض شوی دی. د «سولې د تعليماتو» په درسي کتابګوټي کې د «ښځو د ازادۍ قضيې» تر عنوان لاندې يو درس راغلی دی. په دې درس کې د ښځو ازادي فساد او د اسلامي ټولنې د بنسټونو نړولو لپاره «تر ټولو ويجاړوونکې وسله او ځواکمنه حربه» بلل شوې ده او ټينګار شوی چې د ښځو د ازادۍ موخه داده چې «مسلمان امت» د «رذيلت په ګرداب» کې واچوي. همدا راز ويل شوي: «تر څو په دې توګه مسلمانه ښځه د لوېديځې ښځې په توګه د غلو او انسان تښتوونکو له لوري په وحشيانه توګه لوټ شي او د يوې بې ارزښته متاع په توګه د غلامۍ او عزت پلورنې په بازار کې وپلورل شي.» همدا راز د غربيانو له لوري د ښځو د ازادۍ مطرح کول يوه دسيسه بلل شوې، تر څو حجاب له منځه يوسي او اختلاط را منځته شي او په دې توګه اسلامي ټولنه تخريب کړي.
په دې درسي موادو کې د ښځې انساني حرمت نقض شوی او د ښځې اصلي مسووليت د اولادونو راوړل او د کور په څلوردېوالۍ کې کار کول ګڼل شوي دي. په يو شمېر درسونو کې راغلي چې ښځې په فکري او جسماني توګه تر نارينهوو کمزورې او ضعيفې دي او نه شي کولای د دولت رييسانې او رهبرانې شي. [۵] په درسي برنامو کې همدا راز ټينګار شوی چې ښځې او نارينه بايد په کاري برخه کې له يوه-بله بېل وي. په يوه مورد کې راغلي چې اسلام له نارينهوو سره د ښځو «خلوت» ممنوع کړی او بايد په «اسلامي اداره» کې کاري وختونه او ځايونه په داسې توګه تنظيم شي چې د کارمندانو د «ديني مکلفيتونو خنډ» ونه ګرځي. «نارينه د نارينهوو او ښځې د ښځو له خوا تلاشي شي.» [۶] واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، دې ډلې د نجونو پر تحصيل تر بنديز لګولو وړاندې د نارينه او ښځینه زدکړيالانو لپاره صنفي فضا د «شرعي پردې» په کشولو تقسيم کړه. تر دې يو څه وخت وروسته، مختلط ټولګي ممنوع شول او په اونۍ کې د نجونو زدکړيالانو لپاره معلومط ورځې وټاکل شوې. په دولتي اداراتو کې هم کاري فضا په ورته ډول تنظيم شوه.
د پوهنتون په درسي کتابګوټو کې هغه ښځې چې په اسلامي حجاب پوښلې دي، د الګو ښځو په توګه معرفي شوې دي. د حجاب رعايتول له فکري جګړې سره د مبارزې عمده برخه بلل شوې ده. طالبانو تر واکمنېدو پنځه مياشتې وروسته اعلان وکړ چې د دې ډلې له لوري د ښودل شوي حجاب موخه داده چې د ښځې ټول بدن وپوښي. د تېرکال په سلواغې مياشت کې هم دې ډلې دولتي اداراتو او روغتيايي بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د تور رنګ بشپړ حجاب رعايت کړي؛ داسې حجاب چې يوازې سترګې يې پکې وليدل شي.

د «اسلام د ټولنيز نظام» په درسي کتاب کې چې په ټولو پوهنتونونو کې لوستل کېږي، د ښځو پر خلاف تاوتريخوالی د يوه قرآني ايت په راوړلو سره تقويه شوی دی. يو ځای نارينه وو ته د ښځو «د مشروع تأديب حق» ورکړل شوی دی. په دې تأديب کې بدني تنبيه هم شاملېږي. [۷] همدا راز يې ښځې «ضعيف او ناتوان موجود» ګڼلی او مکلفې شوې دي چې د سړو اطاعت او فرمانبرداري وکړي. په دې درسي کتابګوټي کې ښځو ته يوازې په هغو ځايونو کې چې «له پردو نارينهوو سره پکې اختلاط نه وي» د زده کړ حق ورکړل شوی دی.۷ يو بل ځای د جماعت په لمانځه کې د ښځو ګډون د «کور په شرعي مکلفيتونو» سره قيد شوی دی. ۷ د پولي تخنيک پوهنتون د ټولنيز نظام په درسي کتاب کې د ښځو تجمع «ام الفساد» بلل شوی او ښځو ته يوازې په «ديني يا علمي» غونډو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې ده. له سړو هم غوښتل شوي چې د ښځو د راغونډېدو مخه دې ونيسي.
په دې درسي کتاب کې د ښځو حجاب په داسې توګه تعريف شوی چې د ښځو د بدن بېلابېلي برخې پکې معلومې نه شي. همدا راز ښځې د وريزو له کښلو، پر بدن د خالونو له وهلو او د غاښونو له «باريکولو او کوچني کولو» څخه منع شوې دي.
همدا راز د پوهنتون په درسي برنامو کې په ضمني توګه ويل شوي چې د څو مېرمنو درلودل د اسلامي ټولنې ځانګړنې دي. [۸] د ښځو ضد (زن ستنيزانه) لارښوونې لکه د نارينه وو له لوري د ښځو تأديب، د ښځو له لوري د نارينهوو فرمانبرداري او د ښځو راغونډېدل «ام الفساد» بلل چې د پخواني نظام په پوهنتوني درسي نصاب کې تدريسېدل، اوس هم تدريسېږي.
ازاده که بنده ټولنه؟
د اسلام د سياسي او اداري نظام په درسي کتابونو کې چې په پنځم سمسټر کې تدريس کېږي، د اسلام د سياسي نظام ډول «خلافت» او «امارت» بلل شوي دي. د داسې نظام جوړول هم د «اسلامي امت» «ديني فرايض او واجبات» او «غوره عبادت» ګڼل شوي دي. همدا راز په دې درسي کتابونو کې ويل شوي دي چې د دې نظام جوړولو ته پاملرنه نه کول د مسلمانانو د «ګنهګارېدو سبب» کېږي؛ په يو بل ځای کې د مسلمانانو «مشري» تر ټولو لوی واجب ديني فعل ګڼل شوی دی. د دې درسي کتابونو له لارښوونو سره سم، د اسلام سياسي نظام د «رباني او نبوي ذات» لرونکی او «نړيوال» بلل شوی او له ديني، ټولنيز او اقتصادي پلوه يې را منځته کېدل يوه اړتيا بللې ده. په يوه بل ځای کې هم د داسې نظام جوړول د خدای غوښتنه بلل شوې. ۵ همدا راز ويل شوي چې که اسلامي نظام جوړ نه شي، د «زکات» او «حد» په څېر قرآني احکام هم نه تطبيقېږي. ۶ اسلامي حکومت له بيعت، شورا، امر بالمعروف او نهی عن المنکر او قضايي استقلاليت څخه په استفادې «مدني» او د شريعت پر حاکميت ولاړ حکومت بلل شوی دی. «نړيوالتوب» د اسلامي حکومت يوه بله ځانګړنه بلل شوې او اسلامي ټولنې د دوو سياسي-ادارو نظامونو له درلودلو منع شوې دي. ۵
خليفه، امام او اميرالمؤمنين د دې نظام د سياسي زعيم او «لومړۍ درجه واکمنو» نومونه دي چې بايد نارينه وي. مشر د «حل و عقد شورا» په بيعت سره ټاکل کېږي. «[ټاکل شوی فرد] د اسلامي نړۍ خليفه او سياسي زعيم وي او د استعمار تر جوړو شويو کرښو محدود نه وي.» ۵ دا کس او د اسلام د سياسي نظام نور ټول مسوولين بايد «اهل وي» او دا اساسي شرط دی.۵ همدا راز، د ځمکې پرمخ د «الهي احکامو او قانون» پلي کوونکی بلل شوی دی. په دې درسي کتابونو کې د اسلامي ټولنو وګړي «رعيت» بلل شوي او د خليفه يا هم اميرالمؤمنين په اطاعت مکلف کړل شوي دي. «پر خلکو د واکمن تر ټولو اساسي حق د هغه سمع او طاعت دی.» د ده په اړه د نظر او «رأی» څرګندول هم حدود او ضوابط لري.۵ واکمن او نورو ټولو اسلامي مسوولينو ته لاسرسی هم د مسوول مقام له مخې توپير کوي.۵ په دې توګه اسلامي شرعي حاکميت او د بيعت په وسيله يې د مشروعيت ترلاسه کول د سياسي نظامونو «تر ټولو مترقي» نظام ګڼل شوی دی.۵
د اسلام د سياسي نظام موخې د اسلامي شريعت اهداف او د دين، مال، آبرو او نسل خونديتوب، له اسلامي خاورې څخه دفاع، د اسلام پراختيا او هغه ته بلنه ګڼل شوي دي.۶ په يوه بل ځای کې موخه د اسلامي شريعت پلي کول او «د خدای پر ځمکه د الهي قوانينو» تطبيقول بلل شوي دي.۸ د دې درسي کتابونو له مخې له غير اسلامي هيوادونو سره د اسلامي حکومت او نظام اړيکې بايد په داسې توګه تنظيم شي چې «په نړيواله کچه د اسلامي امت مصالح» خوندي کړي. په دې درسي کتابونو کې هغه خلک چې د اسلامي حکومت پر خلاف «طغيان» او «سرکښي» کوي، «مرتد» بلل شوي دي.۵
د اسلامي ثقافت په درسي کتابونو کې د بيان د ازادۍ په ګډون د ازادۍ د حق په اړه ويل شوي چې د انسانانو طبيعي حق دی او ويلي يې دي چې په لوېديځ کې ازادي «بې بندوباري» او مطلق العناني ده.۵ همدا راز په لوېديځ کې د څو ښځو پر نه کولو هم اعتراض شوی دی او ويل شوي چې اروپايي ټولنو ته لوی خطر دی. همدا راز ټينګار شوی دی چې په لوېديځ کې له ميرمنې سره خيانت په «فجيع» توګه رواج دی.۸ په لوېديځ کې د قوانينو پر وضع کولو هم په دې درسي کتابونو کې نيوکه شوې او ويل شوي چې «بشري قوانين» په لوېديځ کې د «اختطاف» د زياتېدو لامل شوي دي.۸ يو بل ځای ويل شوي چې په لوېديځ کې «تعصب او نژادپالنه» راپورته کېږي او غربي ټولنې «جاهلې ټولنې» بلل شوې دي. [۹]
همدا راز د پوهنتون استادان او زدکړيالان د داسې اصطلاحاتو او الفاظو له کارولو منع شوي چې د «غربي ارزښتونو» معنا لېږدوي او اړ کړل شوي دي چې سنتي جامه واغوندي او د اسلامي شريعت پر احکامو عمل وکړي. د غزني د پوهنتون يوه استاد وويل، چې دوی د تدريس پر مهال اړ شوي چې همدې موضوع ته پاملرنه وکړي. همدا راز په هغه مکتوب کې چې اطلاعات روز ته رسېدلی، ويل شوي چې که د پوهنتون استادان خپله ظاهري جامه له سنتو او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له طرز العمل سره سمه جوړه نه کړي، نو معاش يې نه ورکول کېږي. د فارياب پوهنتون يوه استاد هم وويل، چې په دې پوهنتون کې استادان او زدکړيالان د ګوتمۍ او حلقې له په لاس کولو منع شوي دي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته چې کوم درسي کتاب په نصاب کې شامل شوی دی، په هغو کې د اسلامي ثقافت مضامين د پوهنتون «زړه» او «د اسلامي ارزښتونو او باورونو د دفاع لپاره تر ټولو پياوړی سنګر» بلل شوي دي. همدا راز له باطل څخه د حق بېلول هم د دې مضامينو زدکړييزه موخه ياده شوې. د دې مضامينو ځيني برخې لکه فکري روزنه، نبوي سيرت او علم تجويد د طالبانو د «مبلغينو» له لوري د پوهنتون استادانو ته هم تدريسېږي.
د لوړو زده کړو پر لومړني بنسټ (طب پوهنځي) چې د ۱۳۱۱ پر مهال تاسيس شو او وروسته کابل پوهنتون چې د ۱۳۲۵ پر مهال تاسيس شو، اته لسيزې اوړي. په دې مهال کې د ۱۳۷۵ پر مهال د غوایي تر انقلاب پورې پوهنتونونو تدريجي پرمختګ کړی او په ځانګړې توګه کابل پوهنتون په سيمه کې د لوړو زده کړو معتبره مرجع وه. د ۷۵ کال د کمونيستي انقلاب او د شوروي جمهوريتونو د تېري پر خلاف ډېری لوبغاړي د همدې پوهنتون زده کړيالان وو. د کمونيستي دولت تر سقوط او په کورنۍ جګړه کې د افغانستان تر ښکيلېدو وروسته د لوړو زده کړو د بنسټونو د پاشل کېدلو بهير شروع شو او د طالباني رژيم د حاکميت په لومړي دور کې له پوهنتونونو څخه د ښځو په بشپړ حذفولو او په هغو کې د بنسټپالي تخم په کرلو سره تکميل شو. د طالبانو تر سقوط او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر راتګ وروسته که څه هم د پوهنتونونو چاپېريال د مذهبي بنسټپالو او نابنسټپالو ترمنځ د کشمکش ډګر و خو د لوړو زده کړو د نصاب د اصلاح کولو هڅې هم روانې وې. د طالباني رژيم تر بيا راتګ وروسته دا بهير ودرېد او يو ځل بيا پوهنتونونه د بنسټپالو ځوانانو د روزنې په چاپېريال بدل شول.
رامين کمانګر چې د اسلامي مطالعاتو په حوزه کې څېړنې کوي، په دې باور دی چې پر پوهنتونونو د طالبانو د دې شرايطو پلي کول څو اړخيز او پېچلي دي. د دې څېړونکې په باور، دا ډله داسې تګلارې تعقيبوي چې پايله يې له ټولنيز جوړښت څخه د ښځو او د هغو ټولنيزو ډلو حذف دی چې د دې ډلې په اند «پردۍ» دي. له همدې کبله ښاغلی کانمګر د طالبانو تر واک لاندې پوهنتونونه «سمي/زهري» ګڼي او خبرداری ورکوي چې د افراطي زدکړو دوام به د وخت په تېرېدو سره ځينې ځوانان د دې ډلې همفکره کړي. په دې توګه په ټولنه کې بنسټپالنه او ديني تاوتريخوالی پراخېږي.
[۱] نظم سیاسی اسلام (سال چاپ ۱۳۹۶)
[۲] مضمون ثقافت اسلامی، چپتر نظام اجتماعی اسلام، دانشگاه پولیتخنیک
[۳] ثقافت اسلامی، چپتر تربیت فکری
[۴] ثقافت اسلامی، چپتر ادیان و مذاهب
[۵] ثقافت اسلامی، چپتر نظام سیاسی اسلام
[۶] ثقافت اسلامی، چپتر نظام اداری اسلام
[۷] ثقافت اسلامی، چپتر نظام اجتماعی اسلام
[۸] ثقافت اسلامی، چپتر قرآن و علوم معاصر
[۹] ثقافت اسلامی، چپتر نظام اعتقادی اسلام
