UNHCR/Susan Hopper

فليپو ګرانډي: د هرات زلزله ځپلو ته د زیاتو مرستو رسول اړین دي

اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنر فليپو ګرانډي وايي، چې د هرات زلزله ځپلو ته د زیاتو مرستو رسول اړین دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر نن (پنج شنبه، ۲۰ د تلې) سهار پر خپله ايکس پاڼه هرات کې د پرلپسې زلزلو په اړه غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي ګرانډي ليکلي، چې په يوه سخت وضعيت کې په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، د وروستيو ورځو پرمهال افغانستان دويمې قوي زلزلې لړزولی چې له کبله يې ويجاړي رامنځته شوې او زرګونه تنه مړه شوي دي.

ده په هرات کې د پرلپسې زلزلو د قربانيانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او له هغوی سره یې د بشرپالو مرستو پر زياتوالي ټينګار کړی دی.

د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د ۶.۳ کچې زلزلې د هرات زنده جان او څېرمه ولسوالۍ ولړزولې.

تر هغې ورځې وروسته په دې ولايت کې ګڼې زلزلې شوې دي چې په دې لړ کې پرون هم د ۶.۳ کچې يوې بلې قوي زلزلې د هيواد لوېديځ او د هرات ولايت ځینې برخې ولړزولې. تر دې زلزلې وروسته دوې نورې جټکې هم احساس شوې دي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې اعلان کړی چې د شنبې په ورځ زلزلې دوه زره او ۴۴۵ تنه مړه او دوه زره او ۴۴۰ نور يې ژوبل کړي دي.

ويل کېږي چې د پرونۍ زلزلې له کبله هم دوه تنه مړه شوي او ۱۱۷ نور ژوبل شوي دي.

دې زلزلو پراخه ويجاړي هم پېښه کړې او د طالبانو له خپرو کړيو معلوماتو سره سم، د هرات په زنده جان او يو شمېر نورو ولسواليو کې شاوخوا دوه زره کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي انځورونه او ويډيوګانې ښيي چې د پرلپسې زلزلو له کبله د هرات يو شمېر تاريخي ابدې هم زيانمنې شوې دي.