اروپايي ټولنه د افغانستان د لومړنیو ښوونځيو د زده کوونکو د ملاتړ لپاره ۱۰ ميليونه ډالره مرسته کوي

اطلاعات روز: په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرسته رافيلا آيوډيس وايي، چې دا ټولنه د خوړو نړيوال پروګرام ته ۱۰ ميليونه ډالر ورکوي تر څو د ابتدايه ښوونځيو ښځینه او نارينه زده کوونکو ته خواړه پرې برابر کړي.

نوموړې نن (شنبه، ۲۹ د تلې) پر خپله ايکس پاڼه د دې خبر په اعلان سره ليکلي، چې په افغانستان کې د ښوونځيو د تغذيې پروګرام په ښوونځي کې د نومليکنې او شاګردانو له حاضرېدلو سره هم مرسته کوي.

اروپايي ټولنې په دې وروستيو کې په هرات کې د زلزله ځپلو د ملاتړ او کليوالو ټولنو د ملاتړ لپاره هم مالي مرستې اعلان کړې دي.

اوسمهال د خوړو د نړيوال پروګرام په ګډون مرستندوی بنسټونه وايي، چې د بودیجې له کمښت سره مخ دي. دا پروګرام وايي چې سږکال يې ۱۰ ميليونه وګړي د مرستو ترلاسه کوونکو له لړليکه ايستلي دي.

په دې وروستيو کې په هرات کې زلزلې د هيواد په کچه بشري وضعيت نور هم سخت کړی دی. زلزله ځپلي هم لومړنيو موادو ته اړتيا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه