انځور: استول شوی

هلمند کې د پنبې او نباتي غوړيو دولتي شرکت سږکال له بزګرانو ۴۵۰۰ ټنه دانه داره پنبه پیري

اطلاعات روز: هلمند ولايت کې د پنبې او نباتي غوړيو دولتي شرکت طالب مسوولین وایي، چې دوی غواړې سږکال د یوه کمپاین له لارې له کرونګرو ۴۵۰۰ ټنه دانه داره پنبه وپيري.

د دغه شرکت لپاره د طالبانو مسوول عبدالباري ارشاد وایي، چې دوی غواړي یاده اندازه پنبه په دریو مرحلو کې له کروندګرو وپیري او بیا یې تر تصفيه کولو وروسته پر سوداګرو او بهرنيو هېوادونو وپلوري.

نوموړی زیاتوي، که اړتيا شوه تردې به زيات پنبه هم له کروندګرو څخه وپيري.

په همدې حال کې د یاد دولتي شرکت د تجارتي برخې مسوول حميدالله مظهري وايي، چې د دوی تولیداتو سږکال د ښه کیفیت له امله ښه بازار پیدا کړی دی.

دغه راز يو شمير کروندګرو چې دغه شرکت ته يې د پلور لپاره پنبه راوړې وایي، چې د پنبې حاصلات یې هغه ډول چې اړتيا ده په ښار کې نه پلورل کيږي او دوی اړ دی چې په یاد شرکت یې وپلوري.

د معلوماتو له مخې هلمند کې د بُست تصدۍ فابریکه په ۱۳۴۳ کال کې د پخواني پاچا محمدظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې او په ۱۳۹۹ کال کې  په یوه دولتي شرکت بدله شوه.

د پنبې او نباتي غوړيو په همدي شرکت کې دامهال ۲۵۰۰ کسان په مستقيم او غيرې مستقيم ډول په کار بوخت دي.