لمریزه برښنا

کونړ کې د لمریزې برښنا پرمټ د ځمکو خړوبولو څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

اطلاعات روز: کونړ کې د ۹۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت دریو ولسوالیو کې د لمریزې برښنا پر مټ د ځمکو خړوبولو څلور پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کونړ والي محمد اقبال سعید نن (سه شنبه، ۲۱ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته د خبرو پرمهال وویل، چې د یادو پروژو په پرانیستې سره به ځمکو ته په اوبو رسولو سره به کرنیز تولیدات زیات او د نباتي پوښښ په رامنځته کېدو به د وارداتو کچه راکمه شي.

د ښاغلي سعید په وینا یادې پروژې په سرکاڼو، مرورې او نرنګ ولسوالیو کې پلې شوې چې څه باندې څلور زره جرېبه للمو ځمکو ته به اوبه ورسوي.

والي زیاتوي: «دغه پروژو د زراعت وزارت په همکارې جوړې شوي او په دې سره زرګونه جریبه ځمکه خروبه شي او هم به هغه ځمکو ته اوبه ورکړل شي چې پخوا نه ورسیدې.»

ځایي خلک هم د یادو پروژو له پلی کیدو خوښ دي او له حکومت د ورته نورو پروژو غوښتنه کوي.