اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي چې د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د کانال په اوبو کې دوه ماشومان ډوب او مړه شوي دي.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دا ماشومان تېره ورځ (سې شنبه، ۲ د لړم) مازیګر ناوخته د نهمې امنيتي حوزې اړوند «باریکاب میاخېلو» سمیه کې د ننګرهار کانال اوبو ته غورځېدلي.
د ده په وينا، د دغو ماشومانو له ډلې د دوولس کلن مصطفی جسد د ولسي خلکو له لوري موندل شوی او د بل اته کلن ماشوم رحمان جسد لا هم لادرکه دی. د نوموړي په وينا، د ولسي خلکو له لوري یې د جسد د موندلو هڅې روانې دي.
ښاغلي زابلي د یادو مړو شویو ماشومانو په تړاو جزييات نه دې ورکړي وروڼه دي که په بېلابېلو کورنیو پورې تړاو لري.
روان کال په ختیځو ولایتونو کې د کورنیو سیلانیانو په ګډون د ګڼ شمېر کسانو جسدونه د سیند او کانالونو له اوبو موندل شوي.