په چمن کې د زرګونو کسانو لاریون؛ لاریون وال: په سپین بولدک-چمن دې له پاسپورټ پرته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د «ډیورنډ فرضي کرښې» ها غاړې چمن کې زرګونه کسانو د سپین بولدک-چمن پر لار تلوونکو مسافرو څخه د پاسپورټ غوښتلو په غبرګون کې لاریون کړی او وايي، چې مسافرو ته دې له پاسپورټه پرته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

چمن کې د دغه لاريون یوه ګډونوال وکيل احمد هيواد اطلاعات روز ته وویل، چې نن (پنج شنبه، ۴ د لړم) د بېلابېلو قومونو زرګونه کسان د پاکستان د یادې پریکړې په غبرګون کې راوتلي او تر هغو به خپل لاريونونو ته دوام ورکړي ترڅو چې ځايي حکومت يې غږ نه وي اورېدلی.

هيواد دغه راز وایي، چې په چمن، کوټې، کراچۍ او نورو ښارونو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوځيانو «ظلمونه او بې عدالتي» نه شي زغملای او په همدې موخه یې د تېرو شپږو ورځو راهیسی پرلت وهلی او ترڅنګ په یې خپلو لاریونونو ته تر هغو دوام ورکړي ترڅو چې ځایي حکومتونه خپله پریکړه بدله نه کړي.

د دې لاريون یو بل ګډونوال حکمت الله زياته کړه، چې دغه لاريون ته د کندهار له سپين بولدک او پاکستان له کوټې، کراچۍ او نورو ښارونو څخه هم په زرګونه افغانان راغلي څو د خپلو حقوقو غوښتنه او دفاع وکړي.

حکمت الله وايي، د پاکستان ځايي حکومت تر نورو وختونو اوسمهال پر افغان کډوالو بنديزونه ډير کړي او‌ دغلته له افغانانو سره روان وضعیت نور د زغملو نه دی.

بلخوا مشال راډیو په یوه راپور کې د پاکستان د بلوچستان ایالات د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان محمد اڅکزي په خواله ویلي، چې پر دغه لار یې ځکه پاسپورټ او ویزه لازمي کړي ترڅو امنیت ټینګ او د قاچاق مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو وختونو کې د کندهار او چمن خلکو ته په پیژندپاټه د تګ راتګ اجازه ورکول کیده، خو اوس له پاسپورټ او ویزې پرته نه شي کولای دواړو خواوو ته تګ راتګ وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته