انځور: خواله رسنۍ

د زده کړو د برخې فعال مطیع الله ویسا د طالبانو له بنده ازاد شو

اطلاعات روز: د زده کړو د برخې فعال او د قلم لار بنسټ مشر مطیع الله ویسا له ۲۱۵ ورځې زندان تیرولو وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوی دی.

د قلم لار بنسټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې مطیع الله ویسا نن (پنج شنبه، ۴ د لړم) له ۲۱۵ ورځو زندان وروسته راخلاص شوی دی.

ویسا د روان کال د وري/حمل میاشتې په ۸مه نیټه کابل کې ونیول شو. طالبانو هغه مهال رسنیو ته ویلي و، چې نوموړی یې ځکه نیولی چې «خپلسري فعالیتونه» یې درلودل او «د نظام ضد هڅونې» یې کولې.

د طالبانو حکومت د ویسا د خوشې کیدو په تړاو تراوسه څه نه دي ویلي.

د زده کړو د برخې فعال مطیع الله ویسا په لېرې پرتو سیمو کې د نجونو د زده کړو د حق لپاره هلې ځلې کولاې او خلکو سره یې په ګډه له طالبانو غوښتل چې نجونې ښوونځیو ته پریږدي.