اطلاعات روز: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خيرالله خيرخواه وايي، چې د دې ډلې مشر هبت الله آخوندزاده ويلي، که خلک د فلسطين په ملاتړ او د اسراييلو پر ضد لاريون وکړي، له کنټروله وځي.
ښاغلي خيرخواه چې پرون (چهارشنبه، ۳ د لړم) يې له يو شمېر طالب چارواکو سره پنجشېر ته سفر کړی و، دا خبرې د دې ولايت په يوه ورزشي لوبغالي کې يوې غونډې ته وکړې.
د دې خبرو يوه ويډيو چې اطلاعات روز تر لاسه کړې، ښاغلی خيرخواه پکې وايي، چې ما له هبت الله اخوندزاده څخه وپوښتل چې «څرنګه د فلسطين ملاتړ وکړو؟ خلک هم غواړي ملاتړ وښيي او لاريونونه وکړي».
دی زياتوي چې هبت الله اخوندزاده وويل: «زما او ستا خلک د نورو په څېر خلک نه دي … که پر جذباتو راغلل، بيا حيرانېږې، کنټرول يې له لاسه وځي.»
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وايي، چې د دې ډلې رهبر نه دې ويلي چې هيڅوک دې هم د فلسطين په ملاتړ او د اسراييلو پر خلاف څه نه وايي.
ښاغلی خيرخواه وايي، چې «ده (هبت الله اخوندزاده) لاريونونه ښودلي چې خدای مه کړه له کنټروله وځي، خدای مه کړه ملت ته کوم زيان ونه رسېږي او يا موږ او تاسي ونه ځوروي».
په پنجشېر کې سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي، چې ښاغلي خيرخواه دا خبرې د پنجشېر يو شمېر ځوانانو او علماوو ته کړې دي.
د دې سرچينو په وينا، يو شمېر ديني عالمانو او پنجشېري ځوانانو چې نن يې له طالب چارواکو سره خبرې کړې دي، له دې ډلې يې شکايت کړی چې يو شمېر ديني عالمان يې د فلسطين په ملاتړ کې د ويناوو کولو له کبله ګواښلي او نيولي دي.
دا سرچينې وايي، چې د دې کسانو تر خبرو وروسته، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د دې ډلې د رهبر د خبرو په مطرح کولو هغوی ته ځواب ورکړی دی.
په پنجشېر کې سرچينې وايي، چې طالبانو تر اوسه په پنجشېر کې لږ تر لږه دوه ديني عالمان ګواښلي چې خلک دې د اسراييلو پر ضد نه پاروي.
د حماس او اسراييلو ترمنځ د جګړې له پيلېدو راهيسې طالبانو په رسمي توګه د فلسطين ملاتړ کړی او اسراييل يې يو «اشغالګر رژيم» بللی دی.