پکتيا کې د يوه کلتوري مرکز په مالي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

اطلاعات روز: په پکتيا ولايت کې د طالبانو د پوهنې رياست وايي، چې د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د «حداد فرهاد» کلتور مرکز په مالي لګښت د بابکرخېل متوسطه ښوونځي ته يوه مجهزه ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ولايت له پوهنې رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده ودانۍ اړتيا ته په کتو کافي درسي خونې لري او په مجهز ډول تر جوړېدو وروسته نن (شنبه، ۶ د لړم) ګټې اخيستې ته وسپارل شوه.

که څه هم د دغې ودانۍ د مالي لګښت په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ځايي اوسيدونکي او د ياد ښوونځي زده کوونکي د ودانۍ په جوړېدو خوښ دي او وایي، چې له دې وړاندې يې په يو نامناسب چاپيريال کې زده کړې کولې.

د معلوماتو له مخې پکتيا له هغو ولايتونو ګڼل کېږي چې لا يې هم ۶۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په خورا سختو شرايطو کې زده کړې کوي، خو د پوهنې رياست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ۳۰ نورو ښوونځيو ته د ودانيو د جوړېدو ډاډ ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه