انځور: استول شوی

سرچینې: طالبانو په غربي نورستان کې د تېر حکومت یو نظامي په ډزو وژلی

اطلاعات روز: نورستان کې ځايي سرچینې وايي، چې طالبانو د دغه ولایت په دوآب ولسوالۍ کې د محب الله په نوم د تېر حکومت د ملي اردو یو سرتیری په ډزو وژلی دی.

په دغه ولایت کې یوې ځايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وویل، چې دغه نظامي د طالبانو د استخباراتو ځواکونو پرون (شنبه، ۶ د لړم) مازدیګر مهال د دوآب ولسوالۍ په «بجګل» درې سیمه کې په ډزو وژلی دی.

سرچینه زیاتوي، طالبانو د دغه پخواني پوځي لومړی کور کلابند کړی او بیا یې په خپل کور کې په ډزو وژلی دی.

د سرچینې په خبره، چې وژل شوي سرتېري کلونه د پخواني ړنګ شوي نظام پرمهال د افغانستان د وسله وال پوځ د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کړې وه، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په خپل کور ناست و.

بل لور ته ختیځ کې د طالبانو د خالد ابن ولید قول اردو ویاند مولوي وحید الله محمدي وژل شوی پوځي «بغاوتګر» او د «ملي مقاومت جبهې» کلیدي غړی ښودلی او په خبره یې، چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو دغه پخوانی پوځي د یوه کمین پرمهال په ډزو وژلی دی.

دی زیاتوي، چې له دغه نظامي څخه یو کلاشینکوف هم ترلاسه شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې هم طالبانو د تېر جمهوریت دوه سرتیري له «ملي مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور د دې ولسوالۍ بازار ته پر لار په ډزو وژلي وو.