Photo: via EUinAfghanistan

اروپايي ټولنې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره ۱۵ ميليونه يورو مرسته ځانګړې کړه

اطلاعات روز: په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ وايي، چې د هغو افغانانو لپاره یې ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړي چې خپل هيواد ته راستنېږي.

دا بودیجه د کډوالۍ نړيوال سازمان (آی او ايم) ته ورکول کېږي.

اروپايي استازولۍ پر خپله ايکس پاڼه ليکلي: «موږ  له آی او ايم سره په ګډه غواړو ډاډ ورکړو چې راستنیدونکي د خوندیتوب احساس کوي او کولای شي هغه ملاتړ ته لاسرسی ولري چې د کورني احساس لپاره ورته اړتيا لري.»

پاکستاني دولت د افغانستان ۱.۷۳ ميليونه «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نوامبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی چې دا هيواد پرېږدي، که ولاړ نه شي وبه شړل شي.

له ايرانه هم د افغانستان د وګړو شړل او راستنېدل دوام لري.

طالبان وايي، چې هره ورځ له ايران او پاکستان څخه اته زره کسان شړل کېږي او راستنېږي.