انځور: خواله رسنۍ

د لوګر اوسېدونکي: د خروار اوبو بند د نړېدو له ګواښ سره مخ دی

د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د اوبو بند چې د پخواني پاچا سردار محمد داود خان د واکمنۍ پرمهال د څرخ د اوبو پر سيند جوړ شوی، اوس د نه پاملرنې له امله د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.

د لوګر ولايت اوسېدونکي وايي، د دې بند ډېری برخې تخريب شوي او که يې د بيارغونې لپاره اقدام ونه شي، نږدې وخت کې به ونړيږي.

په ورته مهال بيا د لوګر ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولين هم د دې بند په اړه د خلکو اندېښنې پرځای بولي او ډاډ ورکوي چې د بيا رغونې لپاره به يې نږدې وخت کې کار پېل شي.

د لوګر ولايت د خروار ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حاجي نواز اطلاعات روز ته وويل، چې له تېرو کلونو راهيسې د دغه بند زياتره برخې د نه پاملرنې له امله تخريب شوي او په وينا يې که دغه بند ونړيږي نو ترې لاندې ګڼې زراعتي ځمکې به له منځه يوسي.

هغه زياتوي چې د تېر جمهوري نظام پرمهال د وخت مسوولينو د ياد بند د بيارغونې ژمنه وکړه، خو په سيمه کې د امنيتي ستونزو له امله پرې عملي کار پېل نه شو.

نوموړی وايي: «د خروار بند ډېر مهم دی، که سمه ګټه ترې واخيستل شي، خو متاسفانه چې دې بند ته له تېرو څو کلونو راهيسې پام نه دی شوی او اوس دې وضعيت ته رسېدلی چې ښايي له راتلونکي ژمي هم تېر نه شي، په جمهوريت کې يو ځل ژمنه وشوه چې بيا به يې رغوي خو دلته امنيت خراب و او چا ورته د بيارغونې اجازه ور نه کړه.»

د خروار اوبو بند د کاسې دیوال. انځور: خواله رسنۍ

د دغه ولايت د تېر جمهوري نظام د ولايتي شورا پخوانی غړی سيد قريب الله سعادت هم د بند په اوسني وضعيت اندېښمن دی او ټينګار کوي چې د بيارغونې او ساتنې لپاره دې اوسني واکمنان ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

سعادت له اطلاعات روز سره په خبره کې وويل، چې په تېرو ۴۵ کلونو کې د نه پاملرنې له امله د ياد بند د اوبو کاسه له خاورو او خټو ډکه شوې او زياتوي چې اوس د اوبو ذخيره کولو ګنجایش هم نه لري.

هغه وايي: «د خروار د اوبو بند جوړل له کلونو راهيسې د خلکو غوښتنه ده، خو متاسفانه چې په تېرو ۴۵ کلونو کې دې بند ته چا پام و نه کړ، چې اوس يې کاسه ډکه شوې او په ناوړه حالت کې قرار لري.»

د خروار بند د سر برخه او هغه برج چې ۵۰ متره لوړوالی لري. انځور: خواله رسنۍ

قريب الله سعادت وايي، که د طالبانو حکومت مسوولې ادارې د ياد بند بيارغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، نو په سيمه کې به په کرنې او مالدارۍ د پام وړ مثبت اغېز وکړي.

د هغه په خبره د خراور ولسوالۍ زياته برخه اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د خپلو کورنيو اقتصادي اړتياوې پوره کوي.

ښاغلي سعادت وويل: «په خروار کې تر نيمايي ډېر خلک په کرنه بوخت دي او له دې بند څخه لاندې په زياته اندازه کرنيزې ځمکې پرتې دي، نو که بند جوړ شي خروار ولسوالۍ به يوه له مهمو زراعتي ولسواليو شي او د خلکو شته ستونزې به ورسره راکمې شي.»

د خروار اوبو بند لاندې ځمکې. انځور: خواله رسنۍ

بلخوا د لوګر ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، د بند بيارغونې سروې ترسره شوې او په خبره يې چې چارې به يې د ۱۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت پېل شي.

د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريیس مولوی رفيع الله صميم اطلاعات روز ته وويل، چې د خروار اوبو بند د بيارغونې قرارداد يو ايراني شرکت ته ورکړل شوی او ډاډ ورکوي چې نږدې وخت کې به يې د بيارغونې عملي کار پېل شي.

صميم وويل: «د خروار بند د بيارغونې لپاره ۱۰۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي او دا بند ايران ته ورکړل شوی ځينې ستونزې، خو بيا هم مونږ ډاډ ورکوو، چې عملي کارونه به يې نږدې وخت کې پېل شي.»

د خروار د اوبو بند ۳۰ متره لوړوالی لري، چې د اوبو د ذخيرې حجم يې ۱۹ ميليونه متره مکعبه دی، د جوړېدو کارونه يې په ۱۹۳۲ کې پېل او په ۱۹۳۳ کې پای ته ورسېدل، خلک وايي، که د دې بند بيارغونه وشي نو نه يوازې داچې د نړېدو مخه به يې ونيول شي، ترڅنګ به يې په کرنه هم ښه اغېز وکړي.