Photo:via Social Media

ازبکستان او طالبانو د ۱.۲ ميليارد ډالرو په ارزښت سوداګريز تړونونه لاسليک کړي

اطلاعات روز: ازبکستاني رسنيو راپور ورکړی، چې په کابل کې د دې هيواد پلاوي، له طالبانو سره د ۱.۲ ميليارد ډالرو په ارزښت سوداګريز تړونونه لاسليک کړي دي.

دا پلاوی د تېرې يکشنبې په ورځ د ازبکستان د لومړي وزير د مرستيال جمشيد خواجه اف په مشرۍ کابل ته راغلی و.

ازبکستاني پلاوي په کابل کې د دې ډلې د اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر په ګډون له طالب چارواکو سره ليدلي دي.

د ازبکستان کن‌نيوز ويبپاڼې ليکلي، چې په دې ليدنو کې يادونه شوې چې په افغانستان او ازبکستان کې په اقتصادي برخه کې زيات نوي فرصتونه شته چې له هغو ګټه اخيستل کولای شي متقابله سوداګرۍ څو چنده زياته کړي.

د دې رسنۍ په وينا، طالبانو د افغان پانګوالو، د سوداګرو د استازو او لارۍ موټرو د چلوونکو لپاره د ويزو د نوي سيسټم د رامنځته کېدو هرکلی کړی دی.

دې رسنۍ زياته کړې، چې له طالبانو سره د ازبکستاني پلاوي په خبرو کې ويل شوي چې د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت له افغانستان سره د سوداګريزې راکړې-ورکړې د زياتولو په موخه د درې ميليارده ډالرو په ارزښت د «لارې نقشه» تياره کړې ده.

کن نيوز زياته کړې چې په دې ليدنو کې دواړو اړخونو د ۱.۲ ميليارد ډالرو په ارزښت پر صادراتو او وارداتو توافق کړی دی.