د اتو هيوادونو او اروپايي ټولنې استازي: طالبان دې پر زده کړو محدوديت ختم کړي

اطلاعات روز: د اتو هيوادونو او اروپايي ټولنې استازو په يوه ګډه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي چې سمدستي دې زده کړو ته د لاسرسي محدوديت لغوه کړي.

دا اعلاميه په روم کې د جوړې شوې غونډې په وروستيو کې د کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ايټاليا، جاپان، ناروې، برېتانيا او متحده ايالاتو د ځانګړو استازو له خوا صادره شوې ده. دا غونډه څه موده وړاندې جوړه شوې وه، خو اعلاميه يې پرون (سې‌شنبه، ۹ د لړم) خپره شوه.

د دې هيوادونو استازو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

دوی ټيڼګار کړی چې له ټولنيز، اقتصادي، سياسي او کلتوري ژوند څخه د ښځو او نجونو حذفول او د هغوی پر زده کړو او کار بنديز لګول د افغانستان د خلکو د حقونو او نړيوالو تعهداتو نقض دی.

د دې هيوادونو د استازو په وينا، پر ښځو د طالبانو محدوديت به د اقتصاد د ژور تضعيف لامل شي او په اوږد مهال کې د هيواد د ودې او ثبات پر لرليد هم اغېز کوي.

د اتو هيوادونو او اروپايي ټولنې استازو له طالبانو غوښتي چې د زده کړې په برخه کې محدودوونکي سياستونه دې ژر تر ژره لغوه کړي.

دوی ټينګار کړی چې زده کړه يو بشري حق دی او باکيفيته زده کړو ته د ټولو د لاسرسي تضمين بايد وشي.

طالبانو پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته د ښځو پر زده کړو او کار بنديز لګولی دی.
اوسمهال تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي او پوهنتون څخه محرومې دي. همدا راز ښځې کار هم نه شي کولای. طالبانو دا بنديزونه لنډمهالي ګڼلي دي، خو د دوو کلونو تر تېرېدو وروسته لاهم پر ځای پاتې دي.

د اتو هيوادونو او اروپايي ټولنې استازو په افغانستان کې د سياسي نظام په تړاو د پراخ بنسټه سياسي بهير پر نه پېلولو هم خواشيني ښودلې.

دوی ټينګار کړی چې نوی اساسي قانون بايد تر شفافو، پراخو او معنادارو ملي مشورو او خبرو-اترو وروسته تصويب شي. د هيوادونو استازو له طالبانو او د افغانستان له خلکو غوښتي چې په دې برخه کې له ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاريو له سازمان څخه مشوره وغواړي.

د اتو هيوادونو او اروپايي ټولنې استازو د داعش له تروريستي اقداماتو سره د طالبانو مقابله تاييد کړې، خو اندېښنه يې څرګنده کړې چې لا هم ځينې تروريستي ډلې په افغانستان کې شته او کولای شي له پولو بهر بریدونه پلان  او ترسره کړي.

دې استازو د افغانستان په اړه د نړيوالې همغږۍ پر ارزښت ټينګار کړی او څرګنده کړې يې ده چې له طالبانو سره بايد اړيکې عادي نه شي او د افغانستان د هر وګړي پر حقونو په ځانګړې توګه د زده کړې، کار او عمومي ګډون لپاره د ښځو او نجونو د حق پر ملاتړ يې ټينګار کړی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه