سولر

ننګرهار کې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې بریښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

اطلاعات روز: ننګرهار کې د ۲۰ زره جریبه ځمکې د خړوبولو په موخه د لمریزې بریښنا په واسطه د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې بریښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (چهار شنبه، ۲۲ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د یادې پروژې چارې دیو کال په موده بشپړې شوي چې، لګښت یې د اسیایي پراختیایي بانک له لوري شوی.

د امرخیل په وینا، یادې پروژې د کانال ریاست اړوند فارم هډې په سیمه کې پلې شوې چې شل زره جریبه ځمکې به خړوبه کړي او هم به زرګونه خلکو ته د کار زمنیه برابره شي.

امرخیل زیاته کړه: «د دې پروژو په برکت به ۲۰ زره جریبه ځمکه خړوبه شي او هم به خلکو ته دکار زمینه برابره شي چې له دې وړاندې په دې برخه کې له ستونزو مخ وو.»

د یادو پروژو د پرانیستې پرمهال د کرنې او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبعي سرچينو مرستیال حشمت الله غفوري اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د یادو پروژو په پرانیستې سره به ځمکو ته په اوبو رسولو سربیره به کرنیز تولیدات څو چنده زیات او هم به ترې زرګونه کورنۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګته وخلي.

غفوري زیاتوي: «نه یوازې به په دې پروژو سره زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي بلکې په دې سره په تولیداتو کې هم څو چنده زیاتوالی راشي چې دا به یو مثبت ګام وي.»  

ځایي خلک هم د دولت له لوري په یاده سیمه کې د پروژو له پلي کیدو خوښ دي، خو له ولایتي ادارې غوښتنه کوي چې د یادو پروژو د پلي کیدو لړۍ دې لرې پروتو ولسوالیو ته هم وغځوي.