Photo: via Ministry of Refugees on X

پاکستانی چارواکی: د کډوالو او پناه غوښتونکو د ايستلو پرېکړه د ټي ټي پي له موضوع سره تړاو نه لري

اطلاعات روز: د پاکستان يوه لوړپوړي چارواکي ويلي، چې له پاکستانه د بې اسناده کډوالو او پناه غوښتونکو ايستل د پاکستاني طالبانو د خوځښت (ټي ټي پي) له موضوع سره هیڅ تړاو نه لري.

دې چارواکي د نوم نه یادولو په شرط پرون (یکشنبه، ۱۴ د لړم) ايکسپريس ټريبيون ته ويلي: «زه کولای شم په بشپړ ډاډ سره تاسو ته ووايم چې د پاکستاني طالبانو د خوځښت له موضوع سره هيڅ تړاو نه لري.»

ده زياته کړې چې داسې فکر کېږي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو د ايستلو پرېکړه د طالبانو پر دولت فشار دی، خو د ده په وينا، دا سمه نه ده.

دې پاکستاني چارواکي ويلي: «په هيواد کې د مېشتو غير قانوني بهرنيو اتباعو د ستنولو پرېکړه شپږ مياشتې وړاندې شوې ده. موږ له اقتصادي ننګونو سره مخ هيواد يو. موږ نه شو کولای چې د غير قانوني کډوالو بار يوسو.»

ده پر پاکستان د طالب چارواکو نيوکې رد کړي او ويلي يې دي چې پاکستان د خپلو مسايلو لړليک لري، خو تل يې له ډيپلوماټيکو لارو مطرح کړي دي.

ده ويلي: «که د افغانستان دولت (طالبان) ستونزه لري نو بايد د عمومي څرګندونو پر ځای له موږ سره خبرې وکړي.»

ویل کېږي د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړيکې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د مېشتځايونو له کبله لانجمنې دي.

د پاکستان وروستي اقدام چې غواړي د افغانستان هغه وګړي بيرته ستانه کړي چې د پناه غوښتنې اسناد او يا هم ويزه نه لري، دا وضعيت نور هم لانجمن کړی دی.

طالب چارواکو د پاکستان پر اقدام نيوکه کړې او ويلي يې دي چې که دا هيواد له دې ډلې سره ستونزه لري، نو په دې لړ کې کډوالو کومه ګناه نه ده کړې او بايد ونه ځورول شي.

د طالبانو لومړي وزير محمد حسن اخوند ويلي، چې که د پاکستان چارواکي د طالبانو له حکومت سره ستونزه لري، نو ستونزه په تفاهم، مذاکره او خبرو-اترو حل کېږي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني هم له پاکستانه غوښتي چې د کابل له دولت سره د هر ډول ستونزې لرلو له کبله دې د افغانستان پناه غوښتونکي نه مجازات کوي.

حقاني د پاکستان تصميم غير اسلامي بللی او ويلي يې دي چې اسلام اباد نه شي کولای افغانستان د خپلو ستونزو مسوول وبولي.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست يعقوب مجاهد په عين حال کې خبرداری ورکړی چې داسې پرېکړه به د پاکستان لپاره بدې پايلې ولري.

د هيوادونو او بنسټونو نيوکو ته د پاکستان ځواب

د بې اسناده کډوالو د ايستلو په تړاو د پاکستان پرېکړه له پراخو نيوکو سره مخ شوې ده.

يوه پاکستاني چارواکي ويلي، چې د دې اقدام په اړه د يو شمېر نړيوالو سازمانونو او لوېديځو هيوادونو نيوکې يې رد کړي دي.

ده ويلي، چې هيڅ هيواد غير قانوني کډوال نه شي  زغملی.

دې چارواکي ويلي، چې پاکستان هغو کسانو ته چې د اوسيدنې سند (پي او آر) يا پېژندپاڼه (ای سي سي) لري، مشکل نه جوړوي.

ده ويلي: «خو هغوی چې هيڅ ډول هويت نه لري څرنګه کولای شو اجازه ورکړو چې پاتې شي. هيڅ هيواد غير قانوني کډوال نه شي زغملای.»

دې چارواکي د پاکستان پر چلند د ځينو هيوادونو نيوکې ته په ځواب کي ويلي: «دوی بايد لومړی هغه څه په خپله وکړي چې نصيحت يې کوي. دوی حتا غير قانوني کډوال ژغوري نه. اجازه راکړئ په ډاګه ووايم چې همدوی د غير قانوني کډوالو د غرقېدو اجازه ورکړه.»