کندهار کې يو ځوان ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي چې د دې ولایت د ښار په اتمه حوزه کې یو ځوان ځان زندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

طالب پولیس زیاتوي، دغه ځوان پرون (دوشنبه، ۱۵ د لړم) مازديګر ۰۵:۰۰ بجې د ښار د اتمې حوزې اړوند «ګيلان» سيمه کې ځان وژلی دی.

پوليس وايې، یاد ځوان احمدالله نومېده او تردې وړاندې يې د رواني ستونزو له کبله دوه ځله د ځان وژنې هڅه کړې وه، خو بريالی شوی نه و.

دوی وایي، د احمدالله جسد د کندهار ميرويس حوزوي روغتون د عدلي طب څانګې ته انتقال کړی ترڅو په تړوا يې څیړنې وکړي.

کارپوهان په افغانستان کې د ځان وژنو لوی لاملونه فقر، بې کاري او د رواني ستونزو زياتوالی يادوي.