Photo: Håkan Dahlström

اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د ۶۱ ميليونه يورو مرسته وکړه

اطلاعات روز: اروپايي ټولنې په افغانستان کې له زیانمنو شویو وګړو، جبري راستنېدونکو او همدا راز په پاکستان کې له پناه غوښتونکو څخه د ملاتړ په موخه ۶۱ ميليونه يورو مرسته کړې ده.

دې ټولنې د سې‌شنبې په ورځ (۱۶ د لړم) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په افغانستان کې لاهم د بشري حقونو وضعيت اندېښمنوونکی دی.

د اعلاميې په وينا، د مرستو په نوې کڅوړه کې ۶۰ ميليونه يورو په افغاسنتان کې فعالو بشرپالو سازمانونو او يو ميليون په کې د پاکستان سازمانونو ته ځانګړې شوې دي.

اروپايي ټولنې ويلي، چې د دې اتحاديې نوې مالي مرسته به په افغانستان کې د خوړو کړکېچ ته په رسيدګي کې مرسته وکړي. په افغانستان کې تقريبا نيمايي نفوس د خوړو په برخه کې له سختې ناامنۍ سره مخ دی.

همدا راز ويل شوي چې په دې بودیجې سره به د هيواد په لوېديځ کې د زلزله ځپلو لپاره سرپناه، روغتيايي مراقبتونه او اوبه او خوراک برابر شي.

اروپايي ټولنې زياته کړې چې د دې بودیجې يوه برخه د هغو پناه غوښتونکو د ملاتړ لپاره ده چې افغانستان ته راستنېږي خو په کوربه ټولنه کې به يې پر خونديتوب او ملاتړ لګېږي.

د اروپايي ټولنې د کړکېچ د مديريت کميشنر يانز لنارچيچ ويلي، چې تر ويجاړوونکو زلزلو وروسته د افغانستان د خلکو بشرپالې اړتياوې اندېښمنوونکې دي.

ده زياته کړې: «اروپايي ټولنه تر ناورين وروسته سمدستي د بېړنۍ مرستې له بستې سره را وړاندې شوه او اوس موږ د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره چې زیانمن شوي او همدا راز په ټول هيواد کې له ستونزې سره مخ دي، خپله بودبجه په پام وړ کچه زياته کړې او همدا راز [دا بودیجه د هغو لپاره هم ده] چې لاهم په پاکستان کې دي يا راستنېږي.»

اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم د روان ميلادي کال پر مهال د افغانستان له خلمو سره ۹۴ ميليونه يورو بشرپاله مرسته کړې ده.