د ګالوپ نظرپوښتنه؛ د افغانستان ۹۶ ښځې او ۹۴ سلنه نارينه په کړاو کې ژوند کوي

اطلاعات روز: د ګالوپ د څېړنيزې خپرونې د نظرپوښتنې پر اساس، د افغانستان ۹۶ سلنه ښځې او ۹۴ سلنه نارينه په داسې وضعيت کې دي چې کړاو بلل کېدلای شي.

دا نظرپوښتنه پرون (جمعه، ۱۹ د لړم) خپره شوې.

ګالوپ ليکلي چې د ۲۰۲۳ پر مهال د افغانستان په داخل کې د ښځو او نجونو او همدا راز د هغو زرګونو ښځو او نجونو راتلونکی لا هم «بد» دی چې په پاکستان کې غير قانوني کډوال دي او اړې شوې دي چې افغانستان ته ستنې شي.

ګالوپ زياته کړې چې د ۲۰۲۱ پر مهال د طالبانو له واکمنېدو راهيسې، د دې خپرونې نظرپوښتنې ښيي چې د افغانستان تقريبا ټولې ښځې له کړاو سره مخ دي.

د دې خپرونې په وينا، سږ کال ۱۱ سلنه ښځو چې د جولای په مياشت کې ورسره مرکه شوې ده، ويلي چې د خپل ژوند لپاره له انتخابي ازادۍ څخه راضي دي.

د ګالوپ په وينا، دا شميرې يو نوی رکود دی، نه يوازې د افغانستان لپاره بلکې د هر هغه هيواد او ټولنې لپاره چې ګالوپ پکې تر اوسه نظرپوښتنې کړې دي.

دې خپرونې ليکلي: «د ښځو د رضايت سخت کمښت – د ۲۰۲۲ پر مهال له تر ټولو ټيټې کچې ۲۹ سلنې څخه د ۲۰۲۳ پر مهال ۱۱ سلنې ته – د دې څرګندونه کوي چې د طالبانو تر راتګ وروسته پر هغوی کوم سخت بنديزونه لګول شوي دي، دوی ورته متوجې شوې دي چې اوس وضعيت همدا دی.»

د ګالوپ په راپور کې راغلي چې پر هيواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان تقريبا ټولې ښځې او نارينه خپل ژوند دومره ضعيف ارزوي چې «کړاو» بلل کېدلای شي.

دا خپرونه وايي چې ۹۶ سلنه ښځو او ۹۴ سلنه نارينه‌وو د ۲۰۲۳ پر مهال وضعيت بد ارزولی دی.

د ګالوپ په راپور کې له پاکستانه د کډوالو ايستلو ته هم اشاره شوې او ويل شوي چې راستنېدونکي په افغانستان کې له اقتصادي بې باورۍ سره مخ دي.

د دې خپرونې په وينا، پاکستان تقريبا د څلور میليونه افغانانو کوربه دی چې ډېری يې هلته پيدا شوي او لوی شوي او له افغانستان سره هيڅ ډول واقعي اړيکه نه لري. د ګالوپ په وينا، افغانستان ته د دې افرادو جبري ستنول به هغوی له نامعلوم برخليک سره مخ کړي.