Photo: MoICAfghanistan

طالبانو له پاکستان او ازبکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې سند لاسليک کړ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت سرپرست نور الدين عزيزي د پاکستان د سوداګرۍ له وزير ګوهر اعجاز او د ازبکستان د لومړي وزير له مرستيال جمشيد خواجه‌يف سره د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې سند لاسليک کړی دی.

دې وزارت نن (چهارشنبه، ۲۴ د لړم) پر ايکس د يوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي چې دا سند تر يوې درې اړخيزې ناستې او بحث وروسته لاسليک شوی دی.

د دې وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د غونډې پر مهال د ټرانزيټ په برخه کې د اسانتياوو پر زياتولو، د مشترکې پانګونې پر زياتولو، د ټرانزيټي لګښتونو پر کمولو، د ګمرکي سيسټمونو پر برېښنايي کولو، د بانکي سيسټم پر پياوړي کولو او پراخولو، غذايي امنيت، د ويزو د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو پر رامنځ ته کولو او د سوداګريزو او ټرانزيټي ستونزو پر حل بحث شوی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، په دې غونډه کې هوکړه شوې چې د درو واړو هيوادونو تخنيکي ډلې به د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې خپل کار پيل کړي او وروستۍ پايلې به يې د وروستي توافق لپاره له درو اړخونو سره شريکې کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دوې ورځې وړاندې د طالبانو، پاکستان او ازبکستان تر منځ په درې اړخيزه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ولاړ.

دې پلاوي تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو له لنډمهالي وزير سره هم ليدنه درلوده او له نوموړي سره يې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې وې.