ملګرو ملتونو له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته د رسيدګۍ لپاره ۱۰ ميليونه ډالره مرسته وکړه

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو همغږي کوونکي او د بشرپالو چارو مرستيال مارټين ګريفيث ويلي، چې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته د رسيدګۍ لپاره يې ۱۰ ميليونه ډالره ځانګړي کړي دي.

ښاغلي ګريفيث تېره شپه (دوشنبه، ۲۹ د لړم) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې دا مرسته يې د ملګرو ملتونو له بېړني صندوق څخه ځانګړې کړې ده.

ده زياته کړې، چې دا مرسته يې په دې موخه ځانګړې کړې چې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو او پناه غوښتونکو «ملاتړ» يې کړی وي او د هغوی لومړني بشرپالې اړتياوې يې پوره کړې وي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر اساس، د سپټمبر مياشتې له نيمايي بيا تراوسه له پاکستانه افغانستان ته تر ۳۲۷ زره زيات کډوال او پناه غوښتونکي راغلي دي.

د ملګرو ملتونو بنسټونه وايي، چې د دې راستنو شويو کډوالو ډیری يې په لنډمهالو پنډغالو کې ساتل کېږي او خوراک او روغتيايي خدماتو ته د هغوی د لاسرسي په تړاو زياتې اندېښنې شته.

دا بنسټ وايي، چې له پاکستانه د راستنو شويو کډوالو او پناه غوښتونکو اړتياوو ته د رسيدګۍ لپاره زيات مالي ملاتړ ته اړتيا لري.