اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې له پاکستاني لوري سره د خبرو په پايله کې د تورخم دروازه تر څو ساعته تړل کېدو وروسته بيرته د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانيستل شوې ده.
ننګرهار کې طالب چارواکو ویلي، د یادې لارې د خلاصون په موخه یې نن (سېشنبه، ۳۰ د لړم) پاکستاني لوري ته د دې ولایت لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د رييس او بهرنیو چارو د رییس په مشرۍ څو کسیز پلاوی استولی و. د طالب چارواکو په وينا، پلاوي په تورخم کې له پاکستاني لوري سره ناسته وکړه او په مشروط ډول يې د دروازې د تړلو په تړاو خبرې ورسره وکړې.
طالبانو زياته کړې، پلاوي يې پاکستاني چارواکو ته ويلي چې د ترانزیټ تړل او په یوه او بله بهانه يې په وړاندې خڼډونه ایجادول د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي او سوداګریزې ستونزې لا زیاتوي.
د طالبانو په وينا، پلاوي ته پاکستاني چارواکو د ستونزې د حل ډاډ ورکړی او د اوس لپاره یې د سوداګرو پر وړاندې دروازه له قید او شرط پرته پرانيستې ده.
د تورخم دروازه نن پاکستاني لوري داسې مهال په مشروط ډول تړلې وه، چې پاکستاني پولیسو د بار وړونکو موټرو له موټر چلوونکو د ويزې او پاسپورت غوښتنه کوله.
په ورته اقدام کې طالبانو هم هغو پاکستاني موټر چلوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې ويزه او پاسپورت یې نه درلودل.
د طالبانو د حکومت تر راتګ وروسته د تورخم دروازه څو ځلې د طالبانو او پاکستاني لوري تر منځ د یو شمیر ناندریو له وجې تړل شوې.
