اطلاعات روز: په پکتيا ولايت کې ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت د مرکز ګردېز اړوند د لرګيو په اډې کې نن (چهارشنبه، ۱ د ليندۍ) ماښام ناوخته اور لګېدلی.
په دې ولايت کې د طالبانو مسوولينو د لګېدلي اور د مړ کولو لپاره سيمې ته د اور وژنې د ځانګړي ټيم او وسایطو د رسېدو خبر ورکړی او وايي، هڅه کوي چې د زياتې خسارې مخه ونيسي.
تر اوسه لا معلومه نه ده چې خلکو ته په دې پېښه کې څومره مالي زيان اوښتی دی.
د لرګيو اډه په دې سيمه کې د سون د لرګيو لپاره يو ځانګړی بازار دی چې په پرېمانه ډول پکې وچ لرګي د خرڅلاو لپاره پراته وي.