اطلاعات روز: په کندهار او هلمند ولایتونو کې دوه روغتونونه تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې وسپارل شول او په ارزګان ولایت کې بیا د ۱۵ روغتیایي مرکزونو د جوړیدو چارې پېل شوې.
کندهار کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وایي، تېره ورځ (چهارشنبه، ۱ د لیندۍ) د دغه ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ۴۲ ميليونه افغانیو په لګښت يو ۳۰ بستريز روغتون تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې وسپارل شو.
د دغه روغتون د پرانیستې پرمهال د طالبانو د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد ویلي، چې یاد روغتون یې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوړ کړی دی.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو د بیا راتګ وروسته په ټول هیواد کې ۳۰۰ روغتونونه جوړ شوي دي.
ورته مهال هلمند کې د طالبانو روغتیایي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د ۱۴ لکه افغانيو په ارزښت یو روغتون ګټې اخیستنې وسپارل شو.
د دې ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا رییس سيداحمد سعيدي وايي، ياد روغتون د يونيسف موسېسې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.
دغه راز په ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، چې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۵ روغتیایي مرکزونو د رغيدو چارې پېل شوې.
د دې ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ريیس ډاکټر محمدالله روحاني نن وویل، چې ياد مرکزونه د یونیسف په مالي ملاتړ او د AHDS موسېسې په تخنيکي همکارۍ د څلورو مياشتو په موده کې جوړيږي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ګڼو ولايتونو کې لاهم خلک د روغتيايي خدماتو له کمښت شکايتونه کوي.