کندهار کې بڼوال وایي، چې سږکال دغلته د انارو حاصلات زیات، خو د چاودیدو له کبله یې بازار سوړ او په تیټه بیه پلورل کېږي، د دغه انارو د پلور لومړنی مارکیټ پاکستان بلل کېږی، خو سږکال دغلته د انارو د پلور مزه نشته او اوس مهال افغان سوداګر بدیلو هیوادونو ته د صادراتو په هڅه کې دي او هېله مند دي چې انار به د هند په ګډون تاجکستان، قزاقستان، روسیې او ځینو نور هیوادونو ته صادر کړي.
