ارزګان کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: ارزګان کې د واکسین د برخې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پېل شو، چې پر مهال به یې ۲۲۵ زره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

ارزګان کې د واکسین د بیړنۍ خونې مسوول ډاکټر بخت محمد مصطفی وویل، چې دغه کمپاین نن (دوشنبه، ۶ د لیندۍ) د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پېل او درې ورځې به دوام وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې په ارزګان کې به د ۲۴۰ زره ماشومانو له ډلې یوازې ۲۲۵ زره ماشومانو ته سایټ پر سایټ د پولیو واکسین ورکړل شي.

هغه له کورنيو غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي ترڅو له ګوزڼ څخه روغ پاتې شي.

ورته مهال ارزګان کې ځايي اوسيدونکي وايي، چې لاهم دغلته يو شمير کورنۍ شته چې نه غواړي خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

هغوی له اړوندو مسوولینو غوښتنه کوي چې  ارزګان کې دې د عامه پوهاوي پرګرامونه زيات کړي، ترڅو ټولې کورنۍ د یاد واکسین پوره تطبیق ته وهڅول شي.