کندهار کې د ریحان بوټي د کښت زیاتوالی؛ کروندګر: سږکال یې حاصلات ډیر، خو بیې یې ټیتې دي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې سږکال د دې ولایت په زیاتو ځمکو ریحان کرل شوي چې د تېر په پرتله یې په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی، خو کروندګر او ځایي سوداګر بیا د بیو د ټیټوالي خبره کوي وایي، بازار یې پیکه شوی دی.

د کندهار ډنډ ولسوالۍ کې د ريحانو سوداګر عبدالله وایي، له تېرو کلونو په پرتله سږکال د ريحانو حاصلات دوه برابر زيات شوي، خو په خبره یې چې د حاصلاتو زیاتوالي سره یو وخت د مارکېټ تقاضا کمه شوې ده.

د ده په خبره، چې تېر کال يې يو من ريحان په شاوخوا ۸۰۰ افغانۍ پلورل، خو سږکال یې بيه ۴۰۰ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

نوموړي وویل: «نور کلونه د اوبو مشکلات وو، ريحانو مرضونه کول، خو بېرته ريحان هم په ښه پيسو خرڅېدل خو سږکال چې هغه مشکلات چنداني نشته بيا د ريحانو بيه ښکته شوې، پخوا د کندهار ريحان پاکستان ته تلل، کابل، مزار دا شاوخوا ولايتو اکثريتو ته روان وو، اوس يې د کاروبار خوند نشته.»

په دې ولسوالۍ کې د ريحانو کروندګر رحمت الله بیا وایي، چې سږکال ډیری کرونګرو ریحان کرلي او ښه حاصل یې ورکړی، خو بیې یې ټیټې شوې دي.

هغه وويل: «اوس په ډنډ ولسوالۍ کې هر چا پر خپل ځمکه ريحان کرلي، مګر بيو ته چې يې راشو هغه زموږ خپل مصرف لا نه جوړوي، هر يو د خپل جېبه په کې تاواني دی. نو حکومت بايد دغه همکاري وکړي چې د نړيوالو سره سوداګري پراخه او موږ ته توجو وکړي.»

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وایي، چې سږکال دغلته د ريحانو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د کندهار کرنې رياست وياند ننګيالی سمون زیاتوي، چې د کندهار ښار د لېرو پرتو سيمو په ګډون په ډنډ، ژېړۍ، ميوند، پنجوايي، ارغنداب، دامان، ميانشين او غورک ولسوالۍ کې خلکو ريحان کښت کړي دي.

هغه وويل: «سږکال کندهار کې پر ۸۰۰ هکټاره ځمکه ريحان کرل شوي چې ۸۷۶۰ ټنه حاصل يې ورکړی او د تېر کال په نسبت ۵۰ سلنه ډيروالی په کې راغلی، تېر کال پر ۳۵۰ هکټاره ځمکه ریحان کرل شوي وو، چې بزګرانو ته يې ۳۸۳۲ ټنه حاصلات ورکړي وو.»

کندهار کې داسې مهال کروندګرو د ریحان کښت ته مخه کړې، چې نور کلونه د دغه بوټی حاصلات په ښه بیه پلورل کیدل او کروندګرو ورته د کوکنارو د یو بدیل په سترګه کتل.