اطلاعات روز: د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د «ملالې میوندۍ» په نوم سب سټیشن تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د طالبانو ویاند حکمت الله میوندی وایي، دغه سب سټیشن د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د همدې شرکت لخوا جوړ او تېره ورځ (چهارشنبه، ۸ د لیندۍ) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړی زیاتوي، یاد سب سټیشن به د اوسمهال لپاره د کندهار ښکته او پورته میوند ولسوالیو ۲۵۰۰ کورونو ته څلور میګا واټه برېښنا ورکړي او د وخت په تېرېدو سره به یې ظرفیت تردې نور هم لوړ شي.
یاده دې وي چې د دې سب سټیشن تعمیراتي او نورې چارې شپږ کاله وړاندې بشپړې شوې وې او اوسمهال په کې د نهه ترانسپرمرونو په نصبولو کلیو ته د برېښنا پایو او لین کشۍ چارو له بشپړیدو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.