Photo: Social Media

په هرات کې پر ملکيانو د بريد په تړاو غبرګونونه؛ طالبان د هزاره او شيعه وګړو د وژنې په اړه بې تفاوته دي

اطلاعات روز: د هيواد په لوېديځ د هرات ښار په ديارلسمه ناحيه کې پر ملکي وګړو پروني وسلوال بريد چې د دوو شعيه او هزاره روحانيونو او يوې ښځې په شمول پکې شپږ تنه ووژل شول، پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

دا بريد په داسې مهال کې کېږي چې د روانې لمريزې مياشتې پر مهال د هرات ښار په يوه بله ناحيه کې هم د يوه وسلوال بريد په ترڅ کې دوه شيعه او هزاره روحانيون وژل شوي او همدارنګه يو بل هزاره روحاني د تلې مياشتې پر ۳۰ په هرات کې وژل شوی و.

د «حزب وحدت اسلامی افغانستان» ګوند مشر محمد کريم خليلي پروني بريد ته په غبرګون کې ويلي چې دا مرګونی بريد «د هزاره او شيعه ټولنې د نسل وژنې او مرموزو وژنو د سريال دوام دی چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې جريان لري».

ښاغلي خليلي پر فېسبوک په خپره کړې اعلاميه کې زياته کړې چې طالبان نه يوازې د خلګو د امنيت نيونې لپاره اقدام نه کوي، بلکې د سراسري امنيت په ادعا «له دې ويرجنو وژنو په بې تفاوتۍ سره مخ واړوي، تر خاورو يې لاندې کوي تر څو يې د سراسري امنيت چټي ادعاوې تر پوښتنې لاندې رانشي».

د «وحدت اسلامی مردم افغانستان» ګوند مشر محمد محقق دې بريد ته په غبرګون کې ويلي چې پر هزاره او شيعه‌وو بريدونه په داسې مهال کې کېږي چې له يوه اړخه «د بدنامو پرديو عواملو په وسيله د هزاره‌وو د بدنامولو پروژه» دوام لري او له بله اړخه «ځيني هيوادونه د دروغجن امنيت د تأمينېدو په خبره سره د طالبانو سپيناوی کوي».

ښاغلي محقق زياته کړې چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په راپور کې هم «د افغانستان د وضعيت د ښه کېدو يادونه شوې، د ټولو اړخونو په منطق د امنيت تعريف يو نه دی او دا يوه ستره ستونزه ده او ظاهرا د هزاره ګانو او شيعه ګانو سيسټماټيکه وژنه او دې ته ورته پېښې د عمومي امنيت ګډوډوونکې نه ګڼل کېږي».

«د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» هم په هرات کې پرونی بريد غندلی او هغه يې د افغانستان د هزاره ګانو او شيعه ګانو د «هدفي نسل وژنې» دوام بللی دی.

دې شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي: «دا مرګوني جنايتونه د امنيت د تأمين په اړه د طالبانو د ادعاوو ماهيت ثابتوي او ښيي د دوی له لوري د امنيت تأمينېدل يوه چټي ادعا او له دروغو پرته بل څه نه دي.»

د «افغانستان د ازادۍ جبهې» هم پر ايکس ټولنيزې رسنۍ د اعلاميې په خپرولو سره دا بريد غندلی او ويلي يې دي: «داسې ويرجن جنايتونه زموږ د شعيه-هزاره هيوادوالو د هغې وژنې په دوام کېږي چې بنسټګر يې ظالم طالبان دي.»

ملګري ملتونه دې پلټونکي وګوماري

محمد کريم خليلي په هرات کې د پروني بريد په اړه په خپره کړې اعلاميه کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې «اوس مهال د هزاره ګانو پر خلاف د روانو جرمونو د ارزونې په موخه دې بې پرې نړيوال پلټونکي» وګوماري.

ښاغلي خليلي همدا راز له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دې بريدونو د مخنيوي او همدا راز د عاملينو د محاکمې او مجازات لپاره بايد د نسل وژنې د جرم د مخنيوي او مجازات د کنوانسيون او د روم له کنوانسيون سره سم، لازم اقدامات وشي.

«د افغانستان د ازادۍ جبهې» هم له نړيوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او نړيوالې جنايي محکمې غوښتي چې «د وخت له ضايع کولو پرته دې» په افغانستان کې «د جنګي جرمونو قضاياوې، د بشريت پر خلاف جنايت او نسل وژنه» وارزوي.

د دې جبهې په اعلاميه کې راغلي چې د دې جناياتو اروزنه نه يوازې د افغانستان د خلګو غوښتنه ده بلکې د نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو مسووليت دی.

«د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» هم له ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې او د سيمې له هيوادونو غوښتي: «د شته شرايطو په درک کولو، له حاکم خفه کوونکي وضعيت څخه د وتلو او د بشري جنايتونو د دوام د مخنيوي او د هزاره او شيعه هيوادوالو د هدفي او ځنځيري وژنو د درولو لپاره بايد له طالبانو سره د خوشباوره تعامل پر ځای د ولسواکۍ د بيرته راتګ او د داسې بدلون ملاتړ وشي چې د افغانستان د خلګو له خوا يې ملاتړ کېږي.»

طالبان دې د بريد عاملان مشخص او مجازات کړي

په کابل کې د ايران سفارت پر ايکس د اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په هرات کې پرونۍ «ترهګريزه پېښه» په کلکه غندي.

دې سفارت د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ ښوولو تر څنګ ويلي: «هيله ده چې د افغانستان اوسني واکمن [طالبان] د دې غير انساني پېښي مرتکبين مشخص او مجازات کړي.»

په کابل کې د ترکيې سفارت هم پر ايکس د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په هرات کې پرونۍ «ترهګريزه حمله» په کلکو ټکو غندي.

دې سفارت د دې بريد د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښوولې.

طالبانو د پلټنو خبره نه ده کړې

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت پر ايکس ټولنيزې شبکې د اعلاميې په خپرولو سره په هرات کې پرونۍ پېښه غندلې، خو نه يې دې ويلي چې د دې بريد په اړه به پلټنې کوي.

دې وزارت دا بريد «تروريستي» ګڼلی او عاملين يې «نامعلوم افراد» ياد کړي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي چې په دې بريد کې د ښځو په شمول شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په هرات ولايت کې پر شيعه او هزاره وګړو بريدونو ته غبرګون ښيي.

دې وزارت د روانې لمريزې مياشتې په لومړيو کې د هغه بريد په اړه چې دوه روحانيون پکې ووژل شول غبرګون ونه ښود او نه يې هم په هرات کې د تلې مياشتې پر ۳۰ د يوه بل هزاره روحاني د وژل کېدو په تړاو څه وويل.

په هرات کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت مسوولينو او ځايي طالبانو تر د دې بريدونو په تړاو د پلټنو خبره نه ده کړې او هيڅوک يا ډله يې د دې بريدونو په تړاو نه دې نيولي.