له کندهاره د څه باندې ۱۸۱ ميليونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادر شوې

اطلاعات روز: د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي، سږکال له دې ولایته د ۱۸۱ میلیونه او ۶۲۹ زره امریکایي ډالرو په ارزښت څه باندې ۵۳ زره ټنه وچه مېوه بهرنیو هیوادونو ته صادر شوې ده.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بينا وايي، دغه وچه مېوه د روان کال په جریان کې پاکستان، هند، چین، دوبۍ، اروپايي او امریکايي هيوادونو ته صادر شوې ده.

په همدې حال کې د وچې مېوې سوداګر وايي، سږکال يې د سپين بولدک له لارې د نورو کلونو په پرتله د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله د سوداګرۍ کچه راټیټه شوې او ورسره د وچې مېوې په بیو کې هم کموالی راغلی دی.

نوموړي په دې اړه داسې وویل: «نور کلونه د پاکستان سره زموږ سوداګري ډير ښه روانه وه خو سږکال د مهاجرينو او نورو سياسي موضوعاتو له وجې په تجارت کې ستونزې زياتې شوي، حکومت باید زموږ لپاره اوس د چين او عربي ممالکو مارکېټونه خلاص کړي، د پاکستان او هند سره موږ ورځ تربلې سوداګري بې خونده کېږي.»

په همدې حال کې د ميرويس په نوم د وچې مېوې سوداګر وايي، افغان سوداګر اړ دې ترڅو خپلې تازه او وچې میوې لومړی تر پاکستان او له هغه ځايه بیا د هند تر مارکېټونو ورسوي چې په وينا يې د لارې په اوږدو او باډرونو کې ورته بېلابېلې ستونزې جوړېږي.

نوموړي وویل: «پاکستان کې دا اوس زموږ مالونه راګرځول شوي، ازار او ازيت شروع دی، دا مهاجرينو هم زموږ پر تجارت تاثير کړی، غوښتني مو له پاکستان او افغانستان دواړو له حکومتونو څخه دا دي چې تجارت او سياست بايد سره جلا وي.»

له کندهاره نورو بهرنيو هيوادونو ته تر ډيره مميز، انځر، ابجوشي، بادام، پسته، انار دانه… صادرېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته