د شيعه ګانو او هزاره ګانو پر خلاف د بريدونو زياتېدل؛ يوناما له خطر سره د مخ وګړو د ملاتړ زياتېدو غوښتنه کړې

Photo: Social Media

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) ويلي چې د تېرې يوې مياشتې پر مهال دا هيواد په کابل، بغلان او هرات ولايتونو کې پر هزاره او شيعه ټولنې د تاوتريخوالي د زياتېدو شاهد و.

دې دفتر نن (دوشنبه، ۱۳ د ليندۍ) پر ايکس په يوه پيغام کې د وروستيو بريدونو له قربانيانو سره خواخوږي ښوولې او غوښتنه يې کړې ده چې د دې بريدونو د عاملينو په تړاو دې څېړنې وشي او ودې پوښتل شي.

همدا راز يوناما له خطر سره د مخ وګړو د ملاتړ زياتېدو غوښتنه کړې.

درې ورځې وړاندې (جمعه، ۱۰ د ليندۍ) وسلوالو کسانو د هرات ښار په هزاره مېشتې جبريل سيمه کې د څلورو نارينه‌وو او دوو ښځو په شمول شپږ تنه ووژل. پر قربانيانو هغه مهال ډزې وشوې چې په يوه ريکشه کې سپاره و. د قربانيانو په منځ کې دوه شيعه روحانيان هم و.

د دې بريد عاملان تر اوسه معلوم نه دي او تر اوسه يې مسووليت هم کومې ډلې نه دی اخيستی.

د ليندۍ پر دویمه نېټه هم په جبريل سيمه کې د يوه وسلوال بريد په ترڅ کې د رجب علي اخلاقي او خادم حسين هدايت په نوم دوه شيعه روحانيون ووژل شول.

تر دې وړاندې هم د هرات په انجيل ولسوالۍ کې د عيد محمد اعتمادي په نوم شيعه عالم د تلې مياشتې پر ۳۰ نېټه وژل شوی و.

د لړم مياشتې پر ۱۶ نېټه د کابل ښار د هزاره مېشتي دشت برچي سيمې په عبدالعلي مزاري جاده کې يو کاسټر ډوله ښاري موټر په مرګونې چاودنه کې په نښه شو.

هغه وخت طالبانو د دې چاودنې تلفات اووه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل اعلان کړل. د دې بريد مسووليت داعش ډلې منلی و.

همدا راز د لړم مياشتې پر څلورمه په دشت برچي سيمه کې په «ملت» ورزشي سالن کې چاودنه وشوه.

د هغو شمېرو له مخې چې هغه وخت له روغتونو راټول شوي و، په چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي و خو د طالبانو پوليسو وروسته د دوو تنو وژل کېدل او د ۱۱ نورو ژوبلېدل تاييد کړل. د دې بريد مسووليت هم داعش ومانه.

د تلې مياشتې پر ۲۱ هم په بغلان ولايت کې له شيعه ګانو سره په تړلي يوه مسجد کې چاودنه وشوه.

د بغلان د ولايتي روغتون د روغتيايي سرچينو په وينا په دې چاودنه کې ۳۰ تنه ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول. طالبانو د دې چاودنې د وژل شويو شمېر اووه او د وژل شويو شمېر ۱۵ اعلان کړ. د دې بريد مسووليت هم داعش ډلې ومانه.

دې ډلې په تېرو کلونو کې هم د شيعه ګانو او هزاره ګانو پر مذهبي ځايونو، ښوونځيو او غونډو بريدونه کړي دي. داعش تر اوسه د هرات په جبراييل کې د هزاره ګانو او شيعه ګانو د وروستيو وژنو په اړه څه نه دې ويلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته