ننګرهار ګمرک

امنیتي ځواکونو د ننګرهار ګمرک د رییس په ګډون اته تنه مامورین د فساد په تور نیولي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځینې سرچینې اطلاعات روز ته وایي، د دې ولایت د ګمرک رییس په ګډون ګڼ نور د فساد په تور نیول شوي دي.

د ننګرهار په ګمرک کې دننه دغو سرچینو نن (یکشنبه، ۲۶ د سلواغې) وویلې، چې د درندو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د ننګرهار د ګمرک رییس حشمت الله علیزي او مرستیالانو په ګډون ددغې ادارې اته کارکوونکي د فساد په تور نیولي.

سرچینې زیاته کړې، په نیول شوو کسانو کې خپله رییس، د ګمرک دوه معاونین، د بررسۍ مدیر، د ګودامونو مدیر او نور مامورین شامل دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل هم دغه نیونې تاییدوي او وایي، چې د ګمرک رییس حشمت الله علیزي په ګډون د هغه پنځه تنه همکاران د فساد په تور نیول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، دا نیونې د عملیاتو په پایله کې شوي او لامل یې د یو کیلي موټرو په نه شتون کې د اسنادو د پروسس طی کول ښودل شوي. د ښاغلي امرخېل په وینا، نیول شوي کسان د زیاتو څېړونو په موخه کابل ته لېږدول شوي.

له دې وړاندې هم د درنو جرمونو بر وړاندې ځانګړې قطعې د ننګرهار د ګمرک ریاست ۳۰ مامورین د فساد په تور نیولي وو.