Photo: ohchr.org

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسار: د بشري حقونو نقض د نښتې او بې ثباتۍ لامل کېږي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کميسار فولکر تورک ويلي، چې د بشري حقونو نقض او هغو ته نه پاملرنه د شخړو او بې ثباتۍ لامل کېږي.

نوموړي دا څرګندونې پرون (چهارشنبه، ۱۵ د ليندۍ) په يوه خبري غونډه کې کړې دي.

تورک ويلي، چې نښتو او کودتاوو، اقليمي بدلونونو او نورو کړکېچونو ته په پام ډېری له ده پوښتي چې ايا بشري حقونو ماتې خوړلې ده؟

د ملګرو ملتونو دې چارواکي ويلي، چې بشري حقونو ماتې نه ده خوړلې، «بلکې بشري حقونو ته نه پاملرنه، د هغو نه رعايتول او د بشري حقونو په تړاو خبرداريو ته توجه موږ تر دې ځايه را رسولي يو».

د ده په وينا، نننۍ نښتې او کړکېچونه بايد د نړيوالې ټولنې لپاره د خطر زنګ وي، دا چې بشري حقونه نقض کېږي او يا څنډې ته کېږي، له همدې کبله نښتې پېښېږي.

تورک زياته کړې، چې د بشري حقونو نه مراعتول د بې ثباتۍ، کړاو، زياتې نابرابرۍ او اقتصادي کړکېچونو لامل کېږي.

ده ټينګار کړی چې بشري حقونه بايد د حکومت د پاملرنې مرکز وي، نه د لوړو مقاماتو د ښکلو خبرو.

اوسمهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له هغو هيوادونو څخه دی چې د بشري حقونو په کړکېچ کې ښکېل دی.

طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو پر ازاديو سخت بنديزونه لګولي دي.

اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې د زده کړې، کار او ازاد تګ-راتګ حق نه لري.